سهار وختي له خوبه ویښیدونکو میرمنو ته زېری

روهي( څلور نۍ/۲۹ د کب)، سهار وختي له خوبه ویښیدونکې میرمنې د هغه میرمنو په پرتله چې سهار ناوخته له خوبه ویښیږي د تي سرطان په ناروغۍ کمې اخته کیږي.
 

د انګلستان د بریستول پوهنتون نوو څېړنو کې ، د انګلستان د بیو بانک او تي سرطان د نړۍوالې ټولنې په چوکاټ د څه باندې ۴۰۰ زرو تنو میرمنو جینیتیک معلومات څیړلي دي.
 

نوموړو متخصصینو د تحقیقاتو په پایله کې موندلې ده چې هغه ښځې چې سهار وختي له خوبه ویښیږی او په حرکت پیل کړي د هغه ښځو په پرتله چې ناوخته له خوبه ویښیږي ډیر کم د تي سرطان په ناروغۍ اخته کیږي.
 
متخصصینو ویلي دي چې ددې خبرې اصلي لامل يي تر اوسه پورې معلومه کړې نده او پدې اړه څیړونو ته دوام ورکوي.
 
د انګلستان بریستول د پوهنتون یو تن څیړونکي ډاکټر ریبکا ریچمونډ بیا ویلي دي چې دا له لا وخته وي چې مونږ پدې اړه چاته څه توصیه وکړو.