(بېل کېټس - Bill Gates) دروغو شتمن کړ

(بېل کېټس - Bill Gates) دروغو شتمن کړ
ډاکټر نجيب الله ويال
 
ډیری په دې پوهيږي چې (بېل کېټس - Bill Gates) د نړۍ تر ټلو شتمن کس دی، خو په ورته وخت کې ډېر کم په دې پوهيږي، چې (بېل کېټس - Bill Gates) څنګه دغه مقام تر لاسه کړ؟ کوم مهارت او زده کړې يې درلودې چې د نړۍ شتمن کس ورڅخه جوړ شو؟

(بېل کېټس - Bill Gates) په داسې وخت کې زږېدلی وو چې په يوازې ځان د کمپيوټر او ټېکنالوژۍ پروګرامونو او کوډونو زده کول سخت کار وو. نوموړی يوازې د ۱۳ کالونو وو چې د کمپيوټري پروګرامونو او کوډېنګ سره يې مېنه او لېوالتيا پيدا شوه.

په ښوونځي کې (بېل کېټس - Bill Gates) له پول اېلن سره اشنا شو. دوی دواړو له کمپويتر سره مېنه زيات شوه او کوډېنګ برخه کې يې ګډ کار پيل کړ. دوی دواړو به د ښوونځي نظري تولګي پرېښودل او د ښوونځي په کمپيوټر خونه کې به يې پر کمپيوټرونو عملي کړنې تر سره کولې.

يوه ورځ (بېل کېټس - Bill Gates) په يوې مجلې بازار ته د تازه راغلي کمپيوټرونو اعلان ولېد. نوموړي پرېکړه وکړه چې له بل هر چا وړاندې به دغه کمپيوټرونو ته پوستغالی يا سافټ وېر جوړ کړي. نوموړي يادې کمپينۍ ته زنګ وکړ او په درغو يې ورته وويل، چې دی د يادو کمپيوټرونو لپاره تيار جوړ شوی سافټ وېر لري. په حيقيت کې د هېڅ کوم سافټ وير د هغه کمپيوټرونو لپاره نه وو جوړ کړی او نه يې هم په کوم کوډېنګ باندې کار کړی وو. په دې ډول کار سره (بېل کېټس - Bill Gates) يو غټه پرېکړه وکړه او يوه لويه موقع يې په لاس کې واخېسته.

د (بېل کېټس - Bill Gates) پر خپل ځان باور، د ډېر او سخت کار لپاره هوډ او پوهه لامل شوه چې يادې کمپينۍ ته په لومړيو کې دروغ ووايي خو ورپسې شوې ژمنه په عمل کې پلې کړي. (بېل کېټس - Bill Gates) او د ده ملګري پول اېلن د سخت او ډېر کار په پايله کې وکولی شول چې د يو څو اونيو دننه ياد کمپيوټر ته سافټ وېر جوړ کړي.

دوی ډېر ژر د مايکرو سافټ وېنډوز MicroSoft Windows سافټ جوړ کړ او په نړۍ کې يې شهرت پيدا کړ. دې وخت کې د (بېل کېټس - Bill Gates) عمر ۳۱ کاله وو او د نړۍ په شتمنو کسانو کې شمېر شو.

اوس وخت کې (بېل کېټس - Bill Gates) د نړۍ ترټولو شتمن کس دی او ۸۹،۱ مېلېارده اميکايي ډالر خالص پانګه لري.