د افغانستان او ایرلېنډ ترمینځ د ټېسټ لوبه د افغانستان په بري پای ته ورسېده

روهي( دوه نۍ/۲۷ د کب)، دا ټېسټ لوبه د دواړو هېوادونو دویمه ټېسټ لوبه وه تردې وړاندې ایرلنډ پاکستان هېواد ته او افغانستان هندوستان هېواد ته د ټېسټ یوه لوبه بایللې وه.
 
 
ایرلڼد هېواد په دغې دویمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۷۲منډو هدف وټاکه. افغانستان دا هدف په اسانۍ سره پوره کړ او په ایرلنډ یې ۱۴۲منډې نورې هم واړولې .
 
 
ایرلنډ هېواد په خپله دویمه پاڼۍ کې ټولې ۲۸۸منډې جوړې کړې چې په افغانستان یې ۱۴۶منډې واړولې او افغانستان دا منډې د ۳لوبغاړو په سوځېدو پوره کړې او خپله د ټېسټ لوبو لومړۍ بریا یې په خپل نوم ای سي سي سره ثبت کړه.
 
 
د یادو لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو