كوچنى عمل او ستر ثواب (دوېمه برخه)

كوچنى عمل او ستر ثواب (دوېمه برخه)
راټولونه: د/ عبد الله بن محمد السدحان
ژباړه: انديال ساپى

دوېمه برخه: د ځینو ایتونو فضیلت:
(۱) ایت الکرسی د ویلو اجر :
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَنْ قَرَأَ آيَةَ الْكُرْسِيِّ دُبُرَ كُلِّ صَلَاةٍ مَكْتُوبَةٍ لَمْ يَمْنَعْهُ مِنْ دُخُولِ الْجَنَّةِ، إِلَّا الْمَوْتُ».
ژباړه:څوک چې د هر فرضي لمانځه څخه وروسته ايت الکرسى ووايي پرته له مرګ څخه به يې بل څه جنت له ننوتلو منع نه کړي.

(۲) سورت کهف د اولنيو لسو ایتونو د یادولو فضیلت:
نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: « مَنْ حَفِظَ عَشْرَ آيَاتٍ مِنْ أَوَّلِ سُورَةِ الْكَهْفِ، عُصِمَ مِنَ الدَّجَّالِ».
ژباړه:چا چې د سورت کهف لومړنی لس ایتونه حفظ کړل، نو د جال د فتنې څخه به وساتل شي.

(۳) « قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ» د ویلو فضیلت:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: « مَنْ قَرَأَ: قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ عَشْرَ مَرَّاتٍ بَنَى اللهُ لَهُ بَيْتًا فِي الْجَنَّة».
ژباړه: څوک چې: قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ، لس ځله ووایي، الله جل جلاله به ورته په جنت کې ماڼی جوړه کړی.

دوام لري..