د ولسمشر غني سياسي تېروتنې څه دي او د زورواکو پر وړاندې يې سياست څومره بريالی دی؟

د ولسمشر غني سياسي تېروتنې څه دي او د زورواکو پر وړاندې يې سياست څومره بريالی دی؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهيی وېب پانې څښتن

د ۲۰۱۴ل کال د ولسمشرېزو ټاکنو د کمپاين پر مهال ولسمشر غني د نورو شعارونو ترڅنګ يو شعار د زورواکو، قانون ماتونکو، مفسدينو، خپلسرو او غاصبينو پر وړاندې مبارزه ښوودلې چې هم يې هغه وخت ولس هرکلی وکړ او هم اوس ولس په دې برخه کې د ولسمشر غني ترڅنګ دی.

محمد اشرف غني د حکومت په لومړيو کې د ملي يووالي حکومت په جوړېدو هوکړه وکړه او د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ يې اجرائيه رياست ورته جوړ کړ، خو د يو کال په دننه کې يې د اجرائيه رياست واک او ځواک ور محدود کړ او په دې سره د ډاکټر عبدالله عبدالله چيیغې او غږ پورته شو. ولسمشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته داسې يو سياسي ګوزار وکړ چې هم يې غېر مشروع واک ورڅخه واخېست او هم ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل ګوند د غړو او نورو پلويانو پر وړاندې يو بې صلاحيته کس معرفي شو.

له عبدالله عبدالله وروسته ولسمشر غني د پخواني ولسمشر حامدکرزي لاس وهنې او اغېز را کم کړ، عطا يې په کور کېنولو، جنرال دوستم يې په غېر مستقيم ډول په ارګ بند کړ، محقق يې د عبدالله له څنګ خلاص کړ، خپلسری قومندان قيصاري يې د زندان تمبو شاته ګوازر، په علي پور يې توبه وکړه او نور يې هم يا په غارونو دننه او يا هم سمې ته را وستل.

په دولتي چوکاټ کې هم د لطيف پدرام په څېر ډېری کسان د ولسمشر غني پر وړاندې په يو بريالي سياست کې بريالي نه شول او په پايله کې خپل ولس پرې دومره باور هم ونه کړ چې يوازې د پارلمان رايې تر لاسه کړي.

د ولسمشر غني د ملي امنيت شورا پخوانی سلاکار محمد حنيف اتمر هم اوس د داسې يو ټيم مشري کوي، چې مخکښان يې له کالونو د افغانيت، اسلاميت او ولسمشر غني پر وړاندې ودرېدلي دي. اتمر د غني پر سياست نيوکې کوي، خو باور دا دی چې ښايي اتمر ډېر ژر د ولسمشر د سياست پر وړاندې مات او ميدان خوشی کړي.

د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونېزه خپرونه کوي په دې خبرې کوو چې؛
۱- د ولسمشر غني سياست څومره او رغنيز دی؟
۲- آيا ولسمشر غني د مافيا او زورواکو په ماتولو بريالی شوی دی؟
۳- د عطا په څېر کسان به د تر کومه د ولسمشر غني پر وړاندې ودريږي؟
۴- محمد اشرف غني د راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو لپاره کوم ډول سياست غوره کړی دی؟
۵- د ولسمشر غني سياسي تېروتنې څه دي؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوسه په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د کب مياشتې ۲۵مه نېټه د ماښام له ۷:۳۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.