د سړي جرابې له خپل ځای نه بې درکه شوې وې، ښځې کړکۍ، الماري، د توشکونو خوا...پسې ولټول، خو جرتبې پیدا نشوې. سړي په غوسه وویل:
ـ دا څنګه کور ده، چې جرابې پکې ورکېږي؟ بخارۍ ته مو نه وي اچولی، ستن خو نه ده چې نه پیدا کېږي؟!
ښځه سرګردانه یو خوا او بل خوا پسې ګرځیده، سړی ګوزیدو.
ځوان زوی یې د پلار غوسې ته زړه تنګ شو، ویې ویل:
ـ چې نه وي، اوس مې مور څه وکړي، د خوراک شی خو نه دی چې ویې خوري، واخله زما جرابې پښو کړه!
سړي ځوان ته په غوسه وروکتل، خو چې ځوان د توشکې لاندې خپلې جرابې راخیستې، نه وي، حیران شو، په داسې حال کې چې مور و پلار ته یې په حيرانۍ کتل، وویل:
ـ په خدای همدا نیم سات مخکې مې سره غوټه کړې او دلته مې کېښودې.....!
ځوان د مور پښو ته وکتل، جرابې یې نه وې په پښو، په موسکا یې ورته وویل:
ستا جرابې چیرته دي، داسې نه وي چې ستا جرابې ام پيريانو وړي وي...
ښځه په خندا شوه، لږ ځنډ وروسته یې د دروازې خوا ته د توشک خوا پورته کړه، میړه او زوی ته یې په حیرانۍ وروکتل، په موسکا یې وویل:
زما جرابې ام نشته....
له دې سره ټول حیران شول. ځوان وویل:
ـ دا څنګه کس و، چې له کوره یې یوازې جرابې غلا کولې؟
سړي قهرجنه څیره نیولې وه، ځوان موسک موسک کیدو، ښځه حیرانه وه.
ځوان په موسکا وویل:
ـ جمیل خو به نه وي پښو کړي؟
مور یې په خندا وویل:
ـ نه، هغه خپلې ښې ډبلې جرابې لری، دومره لویو جرابو باندې څه کوي؟
ځوان پلار ته وکتل، قهرجنې څيرې یې خوند ورکړ، په ټوکه یې وویل:
ـ نو دا جرابې به چا اخیستې وي، جمیل ام ډېر شوخ دی، هغه پکې پنډوسکه نه وې جوړه کړي....؟
ښځه چې لا هم د جرابو په لټه وه، وویل:
ـ نه، هغه چې ډوډۍ وخوړه، تاسې ونه لیدو، چې لاړو مدرسې ته مې په زور ولیږه....
سړی چې تر اوسه غلی او چورتي ناست و، وویل:
ـ ولا همغه پدرنالتي کې کار دی، تا چې له مدرسې ورته وویل، له هغه وروسته همدلته سره سغړیدو....
لږ ځنډ وروسته یې لاسي ساعت ته وکتل، پورته شو، بې جرابو له کوره ووت. مازديګر مهال جمیل په ګډا او سندرو کوټې ته راننوت، لکه له زندانه چې راخلاص شوی وي، سيپاره او د مدرسې وړوکی کتاب یې په کړکۍ کې کېښودل. مور یې ناڅاپه پښو ته ورته وکتل، خپلې جرابې یې پښو وې، خو پښې یې ډبلې ښکاریدې، مور یې ورنږدې شوه، د پرتوګ پاچه یې پرې پورته کړه، د خپلو جرابو لاندې جرابې یې تر زنګنو رسیدلې وې.
له دې سره ټس شو، ماشوم د مور کلکه څپيړه په مخ وخوړه، سر یې له ديوال سره ولګيد، دواړه لاسونه یې سر ته ونيول، لکه سر چې له نورو ګوزارونو ساتي، ژړا یې زور واخیست.
مور یې په غوسه ورته وویل:
ـ همدا پښې دې غبرګې ماتې شه، داسې ګز واوره تله ده، چې شل جوړه جرابې پښو کوې....
دروازه وازه شوه، سړی راننوت، د ماشوم ډبلو پښو ته یې وکتل، خندا ورغله، ماشوم دواړو ته په ویره کتل، مور یې په غوسه ورته وویل:
ـ ولې دې دومره ډېرې جرابې پښو ته اچولي؟؟
ماشوم پلار ته وکتل، د جمپر په شلیدلي لستوڼي یې پوزه پاکه کړه، په ژړا یې وویل:
ـ قاري صیب مې هر وخت پښو ته په لښتو وهي....
نور سلګیو واخیست.
پای
وروستي