ګل ورژېد

د مور له ستوني يې ډوډۍ نه تېرېده، خپل سره لاسونه يې مخ ته نيولې وو، پر مخ يې اوښکه ورغړېده، څړپ کاسې ته ولوېده.

پلار يې فکرونو کې ډوب و، د خپلې لورکۍ د خوب ځای ته به يې وکتل، يخ نيولی به شو. د چايو پياله يې له لاسه ولوېده، آه يې وکړ.

د ښځې او خاوند په غوږونو کې د ماشومې لور خبرو انګازې کولې، دواړو ورسره خيالي شوخي کوله، چې د خيال لړۍ به يې وشلېده، زړه به يې ترک وکړ.

سهار يې ګلبدنه کفن کې پوښلې ورته راوړه، مور يې بې هوښه شوه، پلار يې عصبي توازن له لاسه ورکړ، د کلا دروازې مخته ګڼ خلک راټول وو.
(د يوې معصومې ماشومې د وژنې په غبرګون کې)