روهي (څلورنۍ/۲۲ د کب)، ملي دفاع وزارت وايي چې د دغه وزارت په وړانديز او د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د دفاع وزارت په لوړو پوسټونو کې نوي کسان ټاکل شوي دي.
د وزارت د خبر پاڼې په اساس ډګر جنرال بسم الله محمدي د جنرال شريف يفتلي پر ځای د افغان وسله وال پوځ لوی درستيز او یاسین ضیا د ملي دفاع وزارت لومړی مرستيال ټاکل شوی دی.
په خبر کې دا هم ويل شوي دي چې محمد شعيب په هوايي برخه کې د لوی درستيز مرستيال او تورن جنرال عبدالفهیم رامین د هوايي قل اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.
د ځانګړو عملیاتو د قل اردو قوماندانۍ قومندان هم له دندې ګوښه شوی او چارې يې اوسني مرستيال ته د چارسمبال په توګه سپارل شوې دي.