افغان ۱۹ کلنو هندوستان هېواد ته بله لوبه هم وبایلله

روهي(پنځه نۍ/۱۶ د کب)،په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې د ټاس وګاټه او د هند هېواد الف لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
د هند ټوله لوبډله ۴۸ اورونو کې وسوځېده او افغان لوبډلې ته یې د ۲۵۳ منډو هدف ورکړ.
هند ته توپ وهنه کې سیدیش ویر ۸۱ تر نورو زیاتې منډې وکړې؛ خو افغانستان ته شفیق الله غفاري ۴ او عارف خان ۲ ویکټې واخیستې.

مقابل کې یې افغان ۱۹ کلنو لوبډله توپ وهنه کې ښه ونه ځلېده، ټول لوبغاړي یې په ۴۹م اور کې له هدف وړاندې په ۱۶۰ منډو وسوځېدل او لوبه یې د ۹۲ منډو په توپیر وبایلله.
په دې څلور اړخیز سیریز کې چې د افغان، هند الف، هند ب او سویلي افریقا ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، افغان لوبډلې پکې خپله لومړۍ لوبه د هند لوبډلې ته بایللې وه.
افغان لوبډله به په دې سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ د سویلي افریقا له لوبډلې سره ترسره کړي.