
شریف مې له ماشومتوب پېژاند، خو د روانو جګړو، بد مرغیو او ناوړه دودونو له امله مې کلونه نه وو لېدلی.
له ملګرو سره ناست وم، د تلیفون شرنګی شو، د تلیفون پر شنه بټن مې ګوته ټینګه کړه، سلام جوړ پخیر وروسته یې راته وویل، بښنه غواړم وخت دې مې ونیو، زلمی یم، دلته مې یوه د اوبو څاه پیدا کړي، یو کارګر شته نو که ته کار نه لري راشه! دا کار ورسره پیل کړه!
ورته ومې ویل سمه ده. سبا سهار ورغلم، زلمی او شریف یو ځای زما په تمه ولاړ ول، له دوی سره یو ځای د کار پر لور روان شوم. درې پوړیزه ودانۍ ته ورغلو، زلمي د کور زنګ باندي ګوته کېښوده، څو شېبې وروسته دروازه خلاصه شوه، د کور نوکر راووت دی مخکې مونږ ترشا ورپسي روان شوو. د انګړ کونج کې یوه کوچنې باغچه وه، د څاه ځای یې راوښود، له دې سره د کور خاوند هم راغی، نوکر ورته وویل ښاغلی مهندس دوی ته مې د څا ځای وروښود. هغه مونږ ته وویل تاسو مو کار پیل کړئ زه ځم ، خو که مو د اوسېدو ځای لري وي کولی شئ دشپې له خوا دلته پاته شئ! مونږ هم درې واړه مننه ترې وکړه، زلمی هم ولاړ، زه او شریف پاته شوو د څا خوله مو جوړه کړه، شریف راته وویل: ځه چې ځو سبا به د اړتیا وړ توکي راوړو.
سبا سهار مو بستري یو چابجوش، دوه ګېلاسه، یو دیګ راسره راوړل. شریف د دنګې ځواني غټو سترګو تورو ویښتانو تر څنګ د ښو اخلاقو خاوند هم و. شریف به هر ماښام کیسې راته کولي، کله نا کله به یې ټوکې هم کولي. ماذدېګر وو لمنځونه مو وکړل شریف ولاړ تر څو ډوډۍ راوړي ما چای پر ګاز کېښود. د چای څخه مې دوه ګېلاسونه ډک کړل،یو ګېلاس مې شریف ته نږدې کړ شریف یو غړپ وکړ، ګېلاس یې پر ځمکه کېښود، ماته یې وکتل ویې ویل: دې څاه ته مې زړه ښه ده، که خدای ج ښه روزي ترې راکړه خوسر ته به یې ولېږم.
په حیراني مې ورته وویل: شریفه ستا له رشتې (کوزدې) خو زه ډېر کاونه وړاندي خبر شوم، تر اویه دې لا وادی نه ده کړی؟ شونډې یې وچیچلي، ویې ویل: څه وکړم یو سر یم یو خوا مې کور له غاړې ده، بل خوا اولس لکه (۱۷۰۰۰۰۰) پیسې د ولور دې، د ایران تومن خو ته خپله وینې په هغه ورځ چې کوزده یې راته کړي له کوره راوتلی یم، پنځه کاله کېږې کار کوم کورته یې لېږم، کله چې زیاتي شي خوسر ته یې ولېږم، اوس یې اته لکه پاتي دې. پلار به مې بخوا به بزګري کوله، خو اوس ډېر سپین ږیری ده کار نه شي کولی، وروڼه مې واړه دې. پوهېږي مور او پلار مې بې کسه ول ډېري خوارۍ یې ګاللي ، چې زه لېږ لوی شوم دومره پر ګران وم، چې له جان او ځار پرته بله خبره یې نه ده راته کړی، چې د یو څو شېبو لپاره به ترې جلا شوم دموره به خپه و لکه کلونه چې به یې نه وم لیدلی، خو د ټولنې ناوړه دود په کلونو ترې بېل کړم. مور مې تل په تلیفون کې راته ژاړي خوسر ته مې ښیراوي کوي. له دې سره د شریف له سترګو اوښکې وبهېدي. د شریف خبرو زما زړه هم ژړا ته جوړ کړ، خو ځان مې کابو کړ او ورته مې وویل: شریفه ته اندېښنه مه کوه چورته مه خرابوه! هرڅه به سم شي الله ج مهربانه ده، شریف ولاړ شو ګېلاسونه یې پورته کړل، ویې ویل ناوخته ده، هګې به پخې کړو، ما ځواب ورکړ ښه خبره ده، ده د پیاز په ځبلو پیل وکړ، ما هم هګۍ او بانجان ومینځل.
د کوټې ګروف مړ وو خو د انګړ ګروفونو رڼاوي کوټې ته رالیږلې وي، شریف غږ وکړ: ویښ یې؟ هو ویښ یم. د ژبې ټک یې وایست، څو ورځې مخکې مې د خوسر د کور نومرې ته زنګ وواهه، سترګې مې په تلیفون کې خښي کړي وي، ثانیې یې واړولي، غوږ ته مې نږدې کړ زړه مې دربېدو شونډې مې ریږدېدي، الو الو، نازک غږ مې واورید الو څوک یې، ځواب مې ورکړ شریف یم.
غږ یې لیږ تازه شو څنګه یې؟ صبر زه ډبره واړوم ، ما هم غاړې تازه کړي ښه یم، هغې راغبرګه کړه زړه مې درپسي چوي، ته پوهېږي په ما څه تېریږي ستا هجران مې خوري، په غریو کې وویل زه به مې پلار هیڅ کله هم ونه بښم، زما او تا ژوند یې را خراب کړ، ته یې په کلونو له کورنۍ جلا کړي، شریفه نور دا حال نه شم زغملی، راشه وطن ته ! تر څو به ته د بل مزدوري کوي، پلار مې نه مړېږي، دا ولور نه پرې کېږي بستره دې وتړه راځه زه در سره تښتم، ما قسم کړی، جې په ژوند مې ټوټه ټوټه کوي لا به هم د چا پروا ونه کړم درسره ځم، خو ته راشه! غږ یې بدل شو، ورته مې وویل ګرانې، ستا وفا ته سلام، خو ته لیږ نور هم صبر وکړه مه نا هیلي کېږه! ته دې پلار ښه پېژني، هغې راغبرګه کړه زه اوس هغه وړانګه نه یم یوازي هډوکې مې په پوست کې اخته دې، که دې ولېدم رانه وبه بېریږي، ستا غمونه مې زړه سېځي. له دې خبرې سره زما له سترګو هم د اوښکو څاڅکې ورغړېدل، ځان مې کالو کړ دې ته مې دلاسابنه ورکړه، د بل چا غږ مې واورېد ورسره سم تلیفون بند شو. شریف په ژړغوني غږ وویل ډېره مینه ورسره لرم، خو د وخت ناوړه دودونو په داسي برخلیک کې را ګېر کړی یم.
شریف ته مې وویل: فکر مه خرابوه، الله ج مهربانه ده. شریف بښنه وغوښته نور چوپتیا خوره شوه. څاه ۴۵ متره ژوره شوه اوبو ته ورسېده، د اوبو فمپ مو څاه ته کښته کړ، اوبه مو د فمپ په وسیله وچولي بیا به مو کار کاوو. ما ښام وو شریف د چای ګېلاس څخه یو غړپ وکړ، د تلیفون شرنګی شو، شریف ځواب ورکړ، وروسته له خبرو یې ډډه ولګوله چورتونو کې ډوب و، زه هم پوه شوم چې څه خبره شته، شریفه څوک وو؟
بابا و ویل یې خوسر دې راغلی وو، پیسې یې غوښتي، او ویل یې چې زما پېغله لور په کور راته زړه شوه، زه هم سیال او توربور لرم هغوی پېغورونه راکوي، چې لور دې غریب ته ورکړه، اوس یې ولور نه شې پرې کولی. شریف غلی شو، یو اه یې وکړ. ورو مې ورته وویل: شریفه الله ج مهربانه ده، هر څه به سم شي ژوند او روغ بدن مهم ده، چې څاه خلاصه شې زما او ستا پیسې یو ځای بابا ته ولېږه چې خوسر ته یې ورکړي زما خو بې هغه هم اوس پیسې نه دې په کار. له دې سره د شریف سترګو کې ځلا ښکاره شوه ، په خړو شونډو یې موسکا خوره شوه. انشاءالله همداسي به وکړم، سهار وختي پاڅېد، اودس یې وکړ، چایحوش یې پر ګاز کېښود ، ماته یې راغږ کړ، پورته شه اودس لمونځ وکړه ! تر هغه وخته به چای هم تیار شي.
د معمول خلاف یې چای په تلوار سور کړ. ولاړ شو، زه هم پسي روان شوم دی مې څاه ته کښته کړ، کار یې پیل کړ، د کولنګ دربی یې د نورو ورځو په پرتله توند وو. ایفون کې مې غږ ور وکړ، شریفه د کولنګ دربې ګاونډیان را ویښ کړل، په سوي ساه یې ځواب راکړ، بله لاره نه لرم، که وړانګه ګټم نو کولنګ باندې به زور کوم.
لس بجې وي داسي چېغه مې تر غوږ شوه چې لاس مې د فمپ له کلی ولوید، د شریف له چیغې سره سم یو ډول چوپتیا خوره شوه، داسي احساس مې وکړ چې ښایې په نږدې سیمه کې هیڅ بنیادم ژوند نه کوي. د کور ساتونکې ته مې غږ کړ، ژر راشه! کښته څا کې برېښنا شارټي وکړه، هغه راغی، زه څاه ته کښته شوم، شریف مې په رسۍ ټینګ وتاړو او راپورته مې کړ.
د شریف پر سینه مې سر کېښود، بې اختیاره مې وژړل. شریفه شریفه را پورته شه! شریفه زه به دې بابا ته څه ځواب وایم، لطفا شریفه را پورته شه، خو د شریف غږ د تل لپاره چوپ شو، شریف وړانګه یوازي پرېښوده، شریف له ټولو ارمانو سره الله ج ته ورغی ، شریف د خوسر له پېغورونو د تل لپاره ځان بېغمه کړ.