
روهي (نۍ/۱۱ د کب)، تېر ماښام د هېواد د راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو نوماندانو د ټاکنو خپلواک کمېسيون او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون غړي وټکل.
سياسي ګوندونو او مدني ټولنو ټول ۸۴ کسان د ټاکنيزو کمېسيونونو د غړیتوب لپاره معرفي کړي وو چې له منځ يې ۱۴ کسان غور شول.
د نوي ټاکل شوو کسانو نوملړ په لاندې ډل دی؛
سید عصت الله مل، مولانا محمد الله، محمد قاسم، اورنګزیب، مسافر قوقندي، حوا عالم نورستاني، حبیب الرحمان ننګ، محمد یونس تغرا، چمن شاه، محمد ذاکر ذکي، محمد حنیف دانشیار، ګیتي، زهره بیان او سید قطب الدین.
دا لومړی ځل دی چې د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي د رایو پر بنسټ ټاکل کېږي. له دې مخکې د دې کمېسیونونو غړي د غوراوي یوې کمېټې لخوا ټاکل کېدل او ولسمشر به تایید ول.