
د هند او پاکستان کړکېچ: د جګړې شونتيا څومره ده؟ افغانستان بايد بېطرفه پاتې شي؟ پر افغان سولې يې اغېز څه دی؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
په ۱۹۴۷ز کال کې هندوستان له برتانيا خپله خپلواکي واخېسته. د خپلواکۍ له اخېستو وروسته د پاکستان په نوم د هندوستان دوه ستر ايالتونه له هند جد او همدا ډول برتايناوي هند ته د افغانستان ورکړل شوې خاوره د جلا شوو ايالتونو سره يوځای او د پاکستان په نوم يو نوی هېواد رامنځ ته شو.
هغه خاوره چې هندوستان پاکستان ته ورکړه سند او پنجاب ايالتونه دي، خو ترمنځ يې د کشمير په نوم سيمه جنجالي پاتې شوه. د کشمير يو څه برخه د هند او يو څه سيمه يې د هندوستان په واک کې راغلله او ترمنځ کرښه يې له هغې ورځې بيا تر نن د پاکستان او هندوستان ترمنځ د پوځي، سياسي، کلتوري، مذهبي، اقتصادي او وګړيز اختلاف سرچينه شوه.
څو ځلې هند او پاکستان د کشمير پر سر سره مخامخ وسله والې نښتې کړې او همدا ډول کشمير لامل شوی چې د هند او پاکستان سياسي اړيکې په يو کړکېچن وضعيت کې پاتې شي.
له ۱۹۴۷ تر نن ورځې چې څومره حکومتونه په هند او پاکستان کې تېر شوي دي تر اوسه نه دي توانېدلي چې دغه ستونزه حل کړي. تازه روانه فيبروي مياشت کې د هند تر واک لاندې کمشير کې يو موټربم بريد د هندوستان له ۴۰ زياتو سرتيري ووژل او په لسګونه نور يې ټپيان کړل. دغه پېښې هند په غوسه کړ او د سخت غچ ګواښ يې وکړ. په پاکستان کې د جېش محمد په نوم يوې وسله والې ډلې د بريد پړه په غاړه واخېسته او د پاکستان حکومت په ياد بريد کې هر ډول خپل لاس لرل رد کړل.
هندي کشمير کې له بريد څو ورځې وروسته د هندوستان هوايي پوځ د پاکستان دننه هوايي بمبار وکړ او ادعا يې وکړه چې د وسله والو ځالې يې په نښه کړې او تر ۲۰۰ کسان يې په کې وژلي دي.
پاکستان د هندوستان ياد کار پر خپل حاکميت تير ياد کړ او غندنه يې وکړه. په بله ورځ د هندوستان دوه جنګی جېټ الوتکې د پاکستان خاورې ته را دننه شوې خو د پاکستاني پوځ له خوا په نښه، رانسکورې او يو پيلوټ يې ژوندی ونېول شو.
د پاکستان او هندوستان ترمنځ دغه کړکېچ د تېرې اونۍ په سر کې جدي خو په وروستيو ورځو کې يې يو څه نرمښت پيدا کړ. نړيوالې ټولنې له دواړو هېوادونو د حوصلې غوښتنه وکړه او افغان حکومت خپله بېطرفي اعلان او وويل چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ د هواري هيله لري.
لومړي وزير عمران خان د خپل پارلمان ناستې ته ويلي دي چې غواړي د ښه نيت او سولې په موخه نېول شوی هندي پيلوټ بېرته ورخوشی کړي.
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونېزه خپرونه کې په دې خبرې کوو چې:
۱- آيا د پاکستان او هندوستان ترمنځ جګړه شونتيا لري؟
۲- که دغه دوه اټومي هېوادونه سره جګړه پيل کړي په سيمه به يې اغېز څه وي؟
۳- د هند او پاکستان کړکېچن وضعيت پر افغان سولې څه اغېر لری شي؟
۴- افغان حکومت بايد په داسې حالت کوم ډول سياست غوره کړي؟
۵- د هند او پاکستان ځواک څنګه پرتله کوی؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د کب مياشتې ۱۱مه نېټه د ماښام له ۷:۳۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.