روهي (يوه نۍ/۵ د کب)، په هندوستان هېواد کې د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د کرېکټ شل اورېزو په لړ کې افغانستان له ايرلنډ خپله درېيمه لوبه هم وګتله.
افغان ملي لوبډلې لومړي توپوهنه وکړه چې په ټاکلو اورونو کې يې ايرلنډ هېواد ته په شل اورونو کې ۲۱۰ ټارګېټ کېښود.
محمد نبي په ۳۶ بالونو ۸۱ منډې جوړې کړې. حضرت الله ځاځي په ۱۷ بالونو ۳۱ منډې وکړې. ايرلنډ د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره په شلو اورونو کې ۱۷۸ منډې وکړې، خو ټاکلي هدف ته ونه رسېدل.
د توپوهنې په برخه کې افغان لوبغاړي راشد خان په څلورو اورونو کې ۲۷ منډې وکړې او ۵ لوبغاړي يې وسوځول همدا ډول ضيا الرحمن دوه لوبغاړي وسوځول.
افغانستان په دغه شل اوريز سليز کې له ايرلنډ له درېيو درې واړه لوبې وګټلې. د ياودنې ده چې په پرونۍ لوبه کې افغانستان د اسټراليا پخوانی جوړ کړی رېکارډ هم ور مات کړ.
وروستي