افغان کرېکټ لوبډلې رېکارډ ثبت او ايرلنډ ته یې ماته ورکړه

روهي (نۍ/۴ د کب)، نن ورځ په هندوستان کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ايرلنډ پر وړاندې لوبه وکړه او په رېکارډي ډول يې ياد هېواد ته ماته ورکړه.

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلي اورونو کې ايرلنډ ته ۲۷۹ منډې ټارګېټ ورکړ. ايرلنډ يوازې ۱۰۴ منډې وکړې، ټارګېټ يې پوره نه کړ او ماته يې خوړه.

له دې وړاندې په شل اورېزو لوبو کې اسټراليا ۲۶۳ رېکارډ جوړ کړی وو، خو افغان لوبډلې وکړل شول، چې ۲۷۸ منډې جوړې او د اسټراليا پخوانی رېکارډ مات کړي.

په نننۍ لوبه حضرت الله ځاځي په ۶۲ توپونو وکولی وشل چې ۱۶۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړي. او همدارنګه عثمان غني په ۴۸ بالونو درې اويا منډې جوړې کړې.

د بال په برخه راشد خان په څلور اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي يې له مخې اېسته کړل. مجيب الرحمن او فريد احمد يو - يو لوبغاړی وسوځول.

له دې وړاندې افغان کرېکټ لوبډلې له ایرلنډ سره لوبه درلوده چې هغه لوبه یې هم ترې ګټلې وه.