د سولې مشورتي لويه جرګه د کومو موخو لپاره ده او کوم درد به دوا کړي؟

د سولې مشورتي لويه جرګه د کومو موخو لپاره ده او کوم درد به دوا کړي؟
ډاکټر نېک محد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستيو کې سولې ته د رسېدو په پار پرېکړه کړي، چې د سولې مشورتي لويه جرګه به جوړه کړي او په دې سره به د سولې لپاره يوه ملي اجماع رامنځ ته کړي. ولسمشر غني دغه پرېکړه په مسکو کې د طالب استازو او يو شمېر افغان سياسيونو له ناستې وروسته وکړه.

د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو پرېکړه په کور دننه له غبرګونونو سره مخ شوه. پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي ياده پرېکړه وستايله او د دغه ګام هرکلی يې وکړ. کرزي هيله ښوودلې چې په دې سره سولې ته يو ګام نور هم ورنېږدې کېدای شو او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره به لار پرانېستل شي. بيا په بل اړخ کې د افغانستان د اسلامي ګوند مشر او راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو ته نوماند ګلبدين حکميتار وايي، چې مشورتي لويه جرګه نه شي کولی ترڅو د افغانستان اوسنی کړکېچ حل کړي. د حکميتار په باور ټاکنې د افغان ستونزې حل دی او هغه ټاکنې چې يو مشروع او قانوني حکومت يې تر سره کړي نه داسې حکومت چې په خلکو تپل شوی وي.

د سولې عالي شورا وايي چې د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو چارې روانې دي، دغه جرګه به د روانې لمرېزې مياشتې په ۲۶مه نېټه شروع او د همدې مياشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي. د حکومتي چارواکو په وينا که چېرې اړتيا شي نو د سولې په پار د مشورتي لويې جرګې موده غځېدلی هم شي.

د سولې مشورتي لويې جرګې جوړېدل په څرګنده د سولې په پار د افغانانو ترمنځ د يوې سترې اجماع د رامنځ ته کېدو موخه لري، خو شنونکي په دې اند دي، چې ښايي د جرګې په پرېکړو کې ولسمشرېزې ټاکنې وځنډيږي، د اوسني حکومت موده وغځيږي او يا هم د يو لنډمهاله حکومت لپاره لار پرانېستل شي.

د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونېزه خپرونه کې په دې خبرو کوو چې؛
۱- د سولې مشورتي لويه جرګه د کومو ځانګړو موخو لپاره جوړيږي؟
۲- څومره به افغان ولس سولې ته نېږدې کړي؟
۳- په ولسمشرېزو ټاکنو به يې اغېز څه وي؟
۴- آيا طالب استازي به هم ورته وغوښتل شي؟
۵- لنډمهاله حکومت او يا هم د اوسني حکومت د مودې غځول به په کې بحث شي؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د کب مياشتې ۴مه نېټه د ماښام له ۷:۳۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.