د قران كريم ځانګړتياوې (وروستۍ برخه)

(۲۶) شپږویشتمه ځانګړنه:
قران کریم ته غوږ نیول او چوپ کیدل واجب دي، الله رب العزت فرمایلي دي:(( وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)). الأعراف: ۲۰۴
ژباړه: کله چې ستاسې په وړاندې قران لوستل کیږي، نو هغه واورئ او چوپ اوسئ ښایي پر تاسو رحم وشي.
کله چې په تاسې قران لوستل کیږي نو هغه ته غوږ ونیسئ ترڅو پر ایتونو يې پوهه شۍ، اوهغه ته چوپ پاتې شئ ترڅو زده يې کړئ، ښايي رب پر تاسو رحم وکړي.

(۲۷) اوه ویشتمه ځانګړنه:
قران کریم هر اړخیز او شامل کتاب دي، دمختلفو عامه موضوعاتو په يې اړه تګلاره اختیار کړې لکه: امر(غوښتنه)نهی(منع کول)وعده، ویره، تمثیل او وعظ د پټو شیانو په اړه څرګندونې، دکایناتو په اړه پوهه، انسان دبیا راژوندي کیدو اوحساب لپاره دیوځای راټولیدو دلایل.

خو که چیرته مونږ په قران کریم کې ددغې موضوعاتو په اړه فکر وکړو نو دبلاغت او فصاحت (ښکلا، روښانتیا) په وروستي پړاو کې به يې بیامومو،همدارنګه دنظم، توافق(یوځیوالی)او ورتوالی په روستي حد کې وینو،چې اخر یې له اوله سره او اول يې له اخرسره یو شان والی لري، لوستونکی یې دستړتیا احساس نکوي، دسوچ اوفکر خاوند په کې شک نکوي، ایمان او یقین پیاوړی کوي او دسمې لارې په لور لارښوونه کوي، خو دا لدې امله چې قران کریم داړیکو اونږدې والی په وروستۍ پړاو کې دی چی اول یې داخر لپاره ریښتنولي ده.

دقران کریم اولنی نظم اوترتیب چې دبیلابیلو خپرندویه اوعلمی ټولنو او مختلفو چاپ خانو له لورې چاپیږی خوسره لدې یوشان ایتونه،سورتونه، معناګانې او موضوعات لري چې دا دقران کریم په ریښتنولي یو مادی دلیل دي چې دا دالله جل جلاله کتاب دی او دبشر په لاس ندې جوړشوي، چې دهر لوستونکی لپاره مناسب معلومات وړاندې کوي، اودهر ټولګې لپاره دپرلپسي فصلونو جلا باب پرانیزي، بلکي قران کریم دالهی وحی هغه ټولګه ده چې حکمت یې غوښتنه کړي او فطرت ورته خلک رابللي، هیڅ نیمګړتیا او تناقض په کې نه لیدل کیږي، او یو له بله سره داسی ورتوالی لري ته به وایي چې ګویا دا یوه موضوع ده.

پدی اړه شیخ زرقانی -رحمه الله- وایې: "هغه خلاصه او نچوړ چې مونږ یې دهر سورت او هرې برخې په اخر کې وینو او اوریدونکي ترپایه پورې خپلو اوریدو ته رابلي، هرګټه اخستونکی ترې په مختلفو ډولو خپله ګټه اخلي داسې ده لکه څرنګه چې انسان په یو ښکلي باغ کې قدم وهي چې دبیلابیلو میوو ونې لري چې له یوې برخې نه بلې برخې ته په ورتلو له مختلفه میوو خوند اخلي، یاهغه دسترخوان چې له مختلفه خوراکونو ډک وي چې وږی انسان یې له مختلفو رنګونو خپله اړتیا پوره کوي".

دکتور محمد عبد الله دراز وایې:"کله چې ته یو اوږد منسجم سورت لولئ، نو ناپوهه ګمان کوي چې مخلوطې معناګانې بی ځایه راټولې شوي، له خلکو جدا ودانې تصادفی یوځای شوي. خو کله چې ته سوچ وکړئ نو د دې پیاوړي ودانۍ جوړښت د کلی مقاصدو پر اصولو او اساس شوي وي، چې هر اصل یې جلا برخې او فصلونه لري چې ته يې له یوې برخې نه بلې ته داسې انتقالیږي لکه سړی چې په یوه ودانی کې له یوې خونی نه بلې ته انتقالیږي، چې په یو وخت ډیزائن شوي وي، په برابرولو او تقسیمولو کې یې د هیڅ شي ګډوډي نه احساسیږي، لکه څرنګه چې ته د یو واحد جنس په اجزاءو کې پوره یووالي ویني.

لدې هر څه ورخوا په ټوله کې سورت په یو ټاکلې لور روان وي، او په ګډه سره یو ځانګړی هدف وړاندې کوي، لکه څرنګه چې د ا نسان بدن دیوې تنی شکل اختیاروي، د یو ګډ هدف په وړاندې کولو کی له یو بل سره همکاري کوي سره لدې نه چې بدن دهر غړی وظیفه جدا وي.
وصلى الله على نبينا محمد صلى الله عليه وسلم وعلى آله وأصحابه أجمعين