د کاروبار یا تجارت د ښې ودې لپاره څو اړین ټکي چې باید ورته پام وشي!

۱: ښه شریکان
۲: منظمه رهبري
۳: د لګښتونو منظم جوړښت
۴: ځانګړي کاري کړنلاره
۵: اړینې سرچینې
۶: ارزښتناکې مشورې
۷: ارزښتناک وړاندیزونه
۸: د پیرودونکو سره اړیکې
۹: د خدمتونو د رسونې منظم چینلونه
۱۰: د کاروبار د ساحې پیژندل یا په برخو ویشل
۱۱: د پیرودنکو پیژندل او په برخو ویشل
۱۲: د عواید منظم سیستم
 
د تجارت یا کاروبار د ترسره کولو لپاره ډول ډول طرحې وړاندې کیدلی شي او په ډیرو ډولونو عملي کیدلی شي چې دا چې تر ډیره د سوداګرۍ په نوعیت پورې ډډه لګوي، چې پورته واړاندیزونه به په هر بریالي کاروبار کې لیدل کیږي، په تجارت کې د نړیوالو نورمونو رایجول د یاد تجارت پرمختګ ته لاره هواروي، لکه څنګه چې مو یادونه وکړه د یادو نورمونو اپلای کول د کاروبار په ډول او ځای پورې اړه لري چې د تجارت ساحه یا سیمه د پیرودونکو د ډول پر بنسټ تعریفیږي.
 
پورتنیو لسو څانګړنو ته یو په یو کتنه کوو، ترڅو یې اړخونه وڅیړو او پوه شو چې مونږ چیرې ستونزه، واټن یا (Gap) درلود.
۱: د تجارت یا کاروبار شریک
په دې برخه کې به مو لاندینۍ پوښتنې ځواب شي.
د کاروبار شریک څوک دی؟
ډولونه یې څو دي؟
صلاحیتونه یې څه دي؟
 
 د کاروبار شریک (Partner)
شریک چې انګلیسي ژبه کې ورته (Partner)  وایي د ژوند چارو په ډیرو برخو کې کارول کیږي، چې دلته یواځې د تجارت یا کاروبار پر شریک غږیږو، کله چې په یوه کاروبار کې دوه یا له دوو څخه د زیاتو کسانو ترمنځ د کاروبار ګټه او زیان، مسولیت او صلاحیت یا په ټوله معنی مالکیت د یوې ځانګړې هوکړې او د تجارت د اصولو  پر اساس وویشل شي، یاد کسان د یو بل کاروباري شریکان بلل کیږي.
 
د شراکت ډولونه
عمومي شراکت  
کله چې دوه کسان په یوه کاروبار یا تجارت کې مساوي صلاحیت، مسولیت، سرمایه، ګټه او زیان ولري،  نو دوی د یوبل عمومي یا جنرل شریکان بلل کیږي.
 
محدود شراکت
لکه چې څنګه مو پورته یادونه وکړه، جنرل یا عمومي شریک د شرکت یا کاروبار په هر څه کې ونډه لري خو په محدود شراکت کې د شریک هر څه د ورکړي سرمایې د فیصدۍ تر ګټې یا زیان پورې محدوديږي او د سلنې پر اساس یاده ګټه او زیان ور شمیرل کیږي.
 
چې محدود شریک په اداري، کاري او سټراتیژیکو پلانونو کې کار نشي درلودلی، خو لکه څنګه مو چې په لمړیو کې یادونه کړي وه چې دا هر څه د یوې هوکړې پر اساس کیږي نو جنرل یا عمومي مالک یا مالکان واک لري چې یاد شریک تر کومه محدودي.
 
د مسولیت اخیستو پر اساس شراکت
د کارونو د پرمخ بیولو لپاره د کاري سرچینو یا کارمندانو شتون اړین دی او بې له دې ځواکه کارونه مخکې نه ځي بې له دې چې یو چا ته یې مسولیت ور وسپارل  شي، د شرکتونو مالکان د کار د ښه پرمختګ لپاره وړ کسان ګماري، خو کله کله ددې لپاره چې د کار مسولیتونه په ښه توګه ترسره شي یو چا ته یاد مسولیتونه د سهم پر اساس ورسپاري چې د کټې او زیان حد یې د مسولیتونو او د پایلو پر اساس ورکول کیږي.
 
د یوه پراټنرشیپ یا شراکت لپاره پرته له یوې هوکړې او په مسولو او اړونده دولتي ادارو کې له یاد شراکت له ثبت او راجستره پرته نور څه نه دي، څه چې دي هغه هم د یوې پاڼې یا کاغذ پر مخ لیکل شوي سند کې د اړخونو هوکړه او پر هغو عمل دی.
 
دا چې په تجارت کې سهمي شرکتونه یا شراکتونه ولې رامنځ ته کیږي؟، راځو پر یو څو ګټو یې غږیږو:
الف: شراکت کې د مسولیتونو ویش په سمه توګه ترسره کیږي، کله چې مسولیتونه په سمه توګه وویشل شي نو کارونه په ښه توګه ترسره کیږي، او په کارونو کې تیروتنې کمې تر سترګو کیږي.
 
ب: د شراکت په موجودیت کې کارونه په مشوره ترسره کیږي او ټول اړخونه کوښښ کوي چې ګټه لاسته راوړي چې ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره سهمیان مجبور دي چې تر اخیره حده هڅه وکړي چې ریسک یا خطر راټیټ کړي او ګټه تر لاسه کړي چې د زیان خطر د کمښت لپاره او پر ګټه تمرکز په شراکت کې ترډیره غښتلی وي.
 
ج: په پراټنرشیپ کې د مالي او انساني سرچینو د موجودیت ستونزه تر ډیره هواره وي او په اسانۍ سره شرکت له یادو ستونزو ځان ویستلی شي، که د یو کس کپیټل یا سرمایه زیانمنه شوي وي بل اړخ یې دا تشه ور ډکولی شي.
 
د: په سهامي شرکتونو کې د اړیکو دلودل له ټولو مربوطه اړخونو سره پراخې او کلکې وي، که په یوه اداره کې یو کس اړیکه ونه لري او شتون ته یې اړتیا بریښي نو دوهم کس يې حتما لري که دواړو نه درلودې په مشوره ورته د اړیکو ښه چینل پیدا کولای شي.
 
و: د بازار موندنې په برخه کې د شراکت شتون ښه ثابتیدلی شي او د پیرودونکو په را پیدا کولو کې مرسته کولای شي او کراس کلچر ستونزه هم په کې تر ډیره حل کیږي.
 
د شراکت ګټې نورې هم په ګوته کولای شو خو دلته مو وخت نیسي او کومې چې لیکونکي ته اړینې ښکاره شوې هغه پورته ذکر شوې، تاسو هم په کې زیاتونه کولای شئ! ....:)
په تجارت یا کاروبار کې تصمیم نیول ډیر اړین دي او د شراکت د رامنځته کولو لپاره هم په لمړیو کې تصمیم نیول کیږي او هر تصمیم خپلې ګټې او زیانونه لري چې ددې همدې خبرې په اساس د شراکت پر یو څو زیانونو هم غږیږو:
 
الف: په شراکت کې د ډیرو کسانو شتون په تصمیم نیولو کې ستونزې را ولاړوي، او د یو کار  د ترسره کولو لپاره بیلابیل  اندونه وجود لري نو د کار د ترسره کولو لپاره اړینه ده چې په یوه تصمیم یا پریکړه هوکړه وشي، نو په سهامي شرکتونو کې د یو کار د ترسره کولو لپاره په واحد تصمیم پریکړه ستونزمنه وي.
 
ب: د پرټنرانو په شتون کې د لاسته راغلي ګټه د سهم پر اساس ویشیږي، کله کله داسې وي چې یو پراټنر په ترلاسه شوي ګټه خوښ نه وي، نو دلته د یو یا څو کسانو لخوا په راتلونکو کارونو کې دلسردي رامنځته کیږي، چې دا هم د شرکت لپاره زیان اړونکی کار دی.
 
ج: د شریکانو ترمنځ د بې باورۍ منځ ته راتګ کولای شي شرکت بیخي له مینځه یوسي، چې د نړۍ لوی لوی شرکتونه د همدې بې باورۍ له امله له منځه ځي، او یا هم په یو یا څو کسانو لخوا د پیسو غلا هغه څه دي چې کاروبار ټکنی کوي.
د: د یو کس(شریک) له خوا د شرکت پریښودل هم د کمپنۍ په زیان تمامیږي ځکه هم له شرکته خپل سهم باسي هو ګټه ترلاسه کوي او هم په راتلونکي کې د شرکت د بدنامیدا سبب کیدای شي ځکه که په شرکت کې شراکت په ښه نیت او خواښي ترسره شي خو بیلوالی حتماً په خفګان ترسره کیږي چې سړی فکر کوي چې له دې مې چې شریک نه درلودلی ښه وه.
 
منظمه رهبري
د ښې رهبرۍ شتون د ښه کاروبار په معنی دی، دلته ښه والی د شخص اخلاق نه بلکې هغه تصمیمونه ، پریکړې او کارونه دي چې رهبر یې ترسره کوي او یا یې د ترسره کولو امر کوي، د سیکالوژي له اړخه خوش اخلاقه انسان له نورو سره ښه چلند کوي او ښه چلند تر ډیره د ښې پایلې درلودونکی وي، نو که رهبر یا اوونر ښه شخصیت ولري او خپل کړه وړه په سمه توګه ترسره کړي نو کارمندان تر متاثره کیږي او کارونه په ښه توګه پرمخ ځي.
 
منظمه رهبري په دې معنی چې ښې پریکړې وکړي، د داخلي او بهرنیو پیرودونکو سره ښې اړیکې او د کارمندانو د ادارې لپاره ښه ټیم رامنځته کړي.
 
د لګښتونو جوړښت یا سټراکچر:
شرکتونه د ګټې د لاسته راوړلو لپار رامنځته کیږي او د ګټې د ترلاسه کولو مخکې شرکت یو لړ لګښتونو ورکوي چې ډیر یا لږ یې د کمپنۍ په نوعیت او پراخوالي پورې اړه لري.
 
لګښتونه ډیر ډولونه لري، د انساني انرژۍ لګښت، د وخت لګښت یا نور خو چې په تجارت کې د لګښت خبره کیږي نو پوهیږو چې زمونږ بحث پر مالي لګښتونو دی، هره کمپنۍ کوښښ کوي چې په لږ لګښت ډیر څه ترلاسه کړي چې دا یوه ښه سټراتیژي ده خو باید چې د کار موثریت ته په پام د لګښت لپاره سټراتیژي جوړه او عملي شي، د لګښت لپاره د پلان جوړولو پر وخت باید ضایعاتو ته ډیر پام وشي چې د لګښت سره سره باید یو څه ترلاسه شي.
 
اړینې سرچینې:
په تجارت کې چې د سرچینو خبره کيږي لمړې یې مالي دوهمه یې بشري سرچینې یادیږي چې که یوه له دغو دوو یې شتون ونه لري تجارت نه ترسره کیږي، د ښو مالي امکاناتو درلول د کاروبار په ښه چالښت ینغ په نیغه تاثیر لري، او د ښې بشرې سرچینې یعنې په ښه کیمیت او ښه کیفیت د کارمندانو شتون د ښې سوداګرۍ شتون او رامنځته کیدو ته بستر شمیرل کیږي، لکه څنګه مو چې یادونه وکړه د مالي او بشري سرچینو شتون اړین دی، ددې سره پر همدغه سرچینو د ښې ګټنې او کنټرول درلودل بریالی تجارت تظمینوي.
 
مشخصه کړنلاره
د هر کار لپاره له ترسره کولو مخکې یو پلان یا کړنلاره وي چې د یوه تجارت لپاره د کړنلارې شتون حتمي دی ، چې په کې د کارکولو قوانین، طرزالعمل، لرلید، لنډلید او د وخت اداره موجوده وي چې د کاروبار داخلي کاري پولي ټاکي.
 
ارزښتناکې مشورې
لکه څنګه مو چې د شراکت په برخه کې د مشورې په اړه اشاره کړي وه، مشوره کول د تجارت په بریالیتوب کې مهمه ونډه لرلی شي، د شریکانو، کارمندانو، ملګرو او همفکره دوستانو سره د تجارت په اړه مشوره ډیره اړینه ده، خو ددې ترڅنګ له پیرودونکو څخه مشوره اخیستل سل په سلو کې موثر ثابتیدلی شي، ځکه پیرودونکي دي چې کمپنۍ له تولید او خدماتو څخه ګټه اخلي او کولای شي د څرنګوالي په یې درته سپارښتنه وکړي چې له پیرودونکو سره د اړیکو درلودلو یوه مهمه کټه همدا ده.
موثر یا ارزښتناک وړاندیزونه
په تولید یا خدمتونو کې څرګنوالی یا کیفیت مهم کار دی چې باید پرې فکر وشي او د پیرودونکو د غوښتنو سره سم با کیفیته توکي او خدمات ورته وړاندې شي، (د کیفیت په ډول وروسته یو څو کرښې لیکو)، ددې سره سره د بیو، وخت او کیفیت پر بنسټ بیلابیل وړاندیزونه وړاندې کول د بریالي کاروبار په درلودل کې مهم رول درلودلی شي.
 
له پیرودونکو سره اړیکې
لکه څرنګه چې په فردي ډول د یو انسان لپاره د اړیکو درلودل د اړتیاو په درلودلو کې څلورم یا پنځم ځای لري په همدې ډول د یوه کاروبار لپاره له پیرودونکو سره اړیکې ډیرې مهمې دي او په نړیوالو لویو کمپنیو کې پرې د تر ۱۰ سلنې عواید د پیرودونکو پر اړیکو مصرفیږي، لکه څنګه چې په تجارت کې د پیرودونکي لپاره د کینګ یا پاچا نوم کارول کیږي چې د پیرودونکي ساتل د تجارت لپار تر ټولو مهمه دنده ده او د مشتري ساتنه په ښو اړیکو کې ترسره کیږي.
 
د خدمتونو د رسونې منظم چینلونه
د توکو یا خدمتونو د رسونې منظمو چینلونو درلودل د کاروبار یا تجارت په ترسره کولو کې اسانتیا او پراختیا رامنځته کولای شي، چې دا چینلونه له ترانسپورټه رانیولي تر پلي فردي رسونې پورې رارسیږي، خو دې ته باید پام وشي چې پیرودونکي پر وخت خدمات غواړي چې د یاد هدف د ترلاسه کولو لپاره باید لارې چارې ولټول شي.
 
د کاروبار د ساحې پیژندل یا په برخو ویشل
د تجارتي ساحي پر برخو ویشل د منظم تجارت یوه برخه ده، دا موضوع د بازار موندې حصه ده خو دا چې دا موضوع اړینه ده دلته مو په اصلو موضوعاتو کې تر بحث لاندې راوسته:
 
د کاروبار د ساحې ویش پیرودونکو ته د خدموتونو د رسوې او همدا راز په تجارت کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په لاره کې اړین ګام دی، د وخت د ضایع، پیرودونکو ته پر وخت د خدمتونو د رسونې په برخه کې موثر واقع کیدلی شي.
 
دا چې په دې برخه کې څه وکړو او څنګه سیمې پر برخو وویشو دا به د سټریم لینک کمپنۍ د راتلونکي تجارتي پلان په برخه کې چې ددې بحث اصلي موضوع ده په مسلسل ډول وڅیړو او خپل وړاندیزونه به وړاندې کړو.
 
د پیرودنکو پیژندل او په برخو ویشل
دا برخه هم لکه پورتنۍ موضوع د ویش خبره ده، او دا ویش د پیرودونکو ویش دی، دلته د پیرودونکو د ویش فیکټورنه جدا دي، د پیرودونکو ویش د دوی په عواید، د ژوند سطحه، غوښتنه او اړتیاو ته په کتو ترسره کیږي.
 
چې ددې بحث تشریح به د وړاندیزونو په برخه کې وکړو، چې یوه موضوع یې هم د سټریم لینک کمپنۍ لپاره پخوانیو پیرودونکو ته کتنه ده.
 
د عواید منظم سیستم
پرته له عوایدو د راټولولو د منظمه سستمه تجارت په نه شتون حساب دی، د کاروبار اصلي هدف ګټه ترلاسه کول دي، چې دا ګټه عواید شمیرلی شو، که په نورو برخو کې هر څومره منظم مخکې لاړ شو او په اخر کې د عواید په جمع اورۍ نیمګړتیاوې ولرو نو د غیر منظمو لګښتونو د زیان وروسته به دا لوی زیان وي.
 
په پرمختللو هیوادونو کې شرکتون د عوایدو د راټولو لپاره ډیر ښه ټکنالوژیکل سیستمون را منځته شوي دي، چې خپل عواید په ډیره موثره توګه ترلاسه کوي، خو په افغانستان کې حتی د دولتي ادارې ددې سستمونو په رامنځته کولو کې پاتې راغلي دي.