څنګه کولالی شو پر غصه برلاسي شو؟


 په طبیعي توګه غصه د مغزو دردناک حالت دی، چې ددې حالت په رامنځته کیدو سره د بدن ټول غړي ناارامه کیږي. د ساینسي معلوماتو له مخې دا ثابته شوې چې عضه د انسان د احساساتو نه رامنځته شوې هغه حالت دی د کوم له وجې چې د انسان د وینې فشاړ لوړیږي. مغزو ته د وینې جریان زیاتیږي او د انسان مغز د بدن نورو غړو ته د پر ځای مشوري کولو نه عاجز پاتې کیږي. د څهرې د رنګ اوښتل، پر مخ د ګونځو خپریدا او د خبرو ګډوډیدا هغه نښې یا بدني بدلونونه دي چې ددې حالت سره رابرسیره کیږي. دا چې د غوسې د پیښیدو لاملونه ډیر دی، نو په پوره توګه یې د حل په لارو چارې څیړل او معلومول هم ستونزمن کار دی. دلته صرف یو څومهمو ټکو ته اشاره کوو، کوم چې کولالی شي چې ددې ستونزې په هواری کې راسره مرسته وکړی. د اسلام ستر پیغمبر هم د غصې د کمولو لپاره تدابیر ښوولي دي. هغه مبارک وايی چې کله غصه شوئ نو که ولاړ وئ، کښینې، که ناست وئ ، څملئ، که ملاست وئ نو اوبه وڅکئ. له دې سره سره ننې ساینس هم دا ثابته کړې چې د غوسې پر وخت چوپ پاتې کیدل، له انسان سره دا مرسته کوي چې غوسه راکمه کړي. باید کوښښ وشي چې د غوسې پر وخت تصمیم ونه نیول شي. چې دا کار د غوسې د کمښت او همدارز د بلې ناخوښې پیښې د رامینځته کیدو په مخنیوي کې مرستندويی کوي. د بیلګې په توګه که د کار یا د اوسیدو په ځای کې پر چا غوسه وشي یا هغه ووهل شي ، او یا له کوم بل ناوړه برخلیک سره مخ شي ، نو دا امکان زیاتیږي چې دا کړنه په راتلونکی کی نورې ستونزې پیدا کړي. د پیښې شوي ستونزې په اړه باید د کورنۍ له غړو په ځانګړی ډول له خپلې میرمنې او ملګرو مشوره وشی چې دا کار غصه او اوږده زړه تنګي له مینځه وړلی شي. د غصه کیدو پر وخت مو په یخو اوبو لاس او پښې ووینځۍ چې دا کړنه په وجود مخ او مغزو نیغه اغیزه لري. او غصه مو راکموي.

په درنښت، میوند مسعود