د خوست ښاغلي ښآروال ته پرانیستی لیک!

په ټوله هیوادنۍ مینه مې سلامونه او نیکې پیرزوینې ومنه، دا چې خوست په ګړندۍ توګه د پرمختګ پر لور ګامونه اخیستي او اخلي یې نو ددي پرمختګ په ښه اداره او لا ګړیندیتوب کې ددې ولایت هر وګړی مسولیت لري، خو د ونډې اغیزمنتوب یې ډیرې په چارواکو پورې نیغ په نیغه اړه لري، دا چې ښار او مرکز د یوې سیمې هنداره بلل کیږي او هر څه دلته انعکاس مومي نو ستا مسولیت په دې برخه تر ټولو اړین او اغیزمن دی، تر کومې مې چې ستا په اړه اوریدلي دي ملي فکر او هڅه دې ستایل کیږي، د همدې ټکي پر بنسټ د یوه هیوادپاله او خوست میشتي ځوان په صفت یو څو غوښتنې لرم.
۱: د ښاري سړکونو په پراختیا کې لکه څنګه چې پرې کار کوې رغنده او ګړندۍ ونډه واخله، ځکه که دا کار که اوس ترسره نشي ورسته یې ترسره کیدل لویې ستونزې راولاړوي، ځکه د خوست د وګړو شمیر په زیاتیدو دی او ورسره د سوداګرۍ پرمختیا ورځ تر بلې په ډیریدو ده، په شته لار کې د خنډونو د لیرې کیدو لپاره د ځوانانو ټولنې او خوست میشتی ولس درسره همکار دي!
۲: د ښاري ښکلا د له مینځه تللو یو سبب د لښتیو او ویالو د چټلیو شتون دی چې د ښار په ډیرۍ برخو که ورته پام نه کیږي.
۳: د ښار د پیاده راوونو غیر منظم شتون د خوست ښار ښکلا ته زیان اړولی دی چې په دې برخې د سمون په پار ستا مرستې ته اړتیا ده. چې په ځینو برخو کې دوکاندارانو د پاده رو ډیرۍ برخه خپل ملکیت ګرځولی دی.
۴: د ښار بریښنایي سستم بیخي په نه شتون حساب دی، په دې برخه کې مو هیله ده چې تر لاس لاندې شته پلان دې ژر پلی کړې.
۵: د ښار په ډیریو برخو کې ونو کینول یو له هغو اړتیاوو څخه دی چې خوست ښاریان ورته له مودو اړتیا لري او په ښار کې د ګرد او غبار د شنو ونو او بوټو نه شتون دی، چې تاسو یې په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی، ددې کړنې په ترسره کیدو کې درسره د کرنې ریاست لازمه مرسته کولالی شي.
۶: په خوست کې له شته پارکونه نه په ښه او پرځای ګټه نه اخیستل کیږي، چې په ځینو برخو کې د تفریح له پارکه د موټرو د تم ځای لپاره کار اخیستل کیږي چې دا د ښاري اصولو خلاف ده، په اړه يې باید اقدام وکړې.
۷: همداراز د ښار په ځینو برخو کې له سواداګرو د ښاروالۍ په نوم پیسې اخیستل کیږي، که پیسې قانوني وي نو باید د پیسو د رسید په مخه ورته پاڼه ورکړل شي کنه مخه یې ونیسۍ.
۸: د ښار د مرکزي ویالې دواړو غاړو ته سړک ورځ تر بلې په ورانیدو روان دی په دې برخه کې د خپلې برخې اړین اقدامات ترسره کړۍ.
۹:د خپلو سرو دکانونو، سرایو او سبزیو منډیوو جوړولو د ښار په ښکلا منفي اغیزه کړي ده چې باید مخه یې ونیول شي.
۱۰: د ښار په شنه کولو کې اړینه ده چې ښاروالي د کرنې له محترم ریاست سره میاشتنۍ ناستې ولرۍ ترڅو د ښار شنې برخې په منظم ډول شنې کړل شي.
۱۱: ښار ته ځینې را داخلیدونو لارو ته باید بدیل پیدا شي ځکه ښار ته د چټلیوو د راننوتو سبب شوي دي.
۱۲: او په اخیره کې له تاسو شاغلی مو هیله ده چې د هیڅ زورواکي د زور په مقابل کې چې د ښاروالۍ د ښاري پلان خنډ ګرځي تسلیم نه شۍ او ولس ته ژمن پاتې شۍ!
په مننه او کور ودانۍ
میوند مسعود