
د سلواغې ۲۶مه: د روسانو له وتلو وروسته ولې افغانان سره ښکر په ښکر شول؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
کابو دېرش کالونه وړاندې د پخواني شوري يووالي پوځيان له افغانستانه ووتل. دغه ورځ په افغان تاريخ کې د سلواغې۲۶مه پېژندل کيږي او د افغان ولس له خوا د نړۍ د وخت زبرځواک پخواني شوري اتحاد د ماتې ورځ شمېرل کيږي. د روسانو له وتلو وروسته د وخت ولسمشر ډاکټر نجيب الله د مجاهدينو په نوم ډلو ته د روغې - جوړې او سولې طرحې وړاندې کړې او له څو کالونو وروسته مجاهدين کابل ته راغلل او د اسلامي دولت په نوم يې د نوي حکومت بسنټ کېښود.
د روسانو په شتون کې د جګړې د مشروعيت عمده لامل په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون او اشغال بلل کېدو. د شوري ځواکونو له وتلو وروسته مجاهدنيو پوره پنځه کاله په خپلو کې سره جګړې وکړې.
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونېزه خپرونه کې په دې خبرې کوو چې،
۱- روسان له افغانستانه په خپله ووتل او که په زور وشړل شول؟
۲- آيا روسان چې د کومې موخې لپاره افغانستانه ته راغلي وو، تر لاسه يې کړه؟
۳- د مجاهدينو کورنيو جګړو د روسانو پر وړاندې د دوی په جګړې څه ډول اغېز وکړ؟
۴- د کورنيو جګړو اصلي لامل څه وو؟
۵- افغان ولس د مرغومې ۶مې او سلواغې۲۶مې څه زده کړل او څه بايد ترې زده کړي؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د سلواغې مياشتې ۲۷مه نېټه د ماښام له ۷:۳۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.