
په [بزانسن] کې وم، اتاق ته مې راغلم، د هغې ځای د خدمت لپاره یې شین کمربند تړلی و، د ګردونو په پاکولو مصروفه و، زه یې ولیدم، ولاړ، د آلمان پر جګړه لیکل شوی کتاب تازه ژباړل شوی و، له مېز څخه یې راواخیست و یې ویل:
- "کېدای شي دغه کتاب ماته امانت راکړئ چې و یې لولم؟"
په ډېره حیرانتیا مې له هغه څخه وپوښتل:
- "تاته څه په درد خوري؟ دغه کتاب خو رومان نه دی"
ځواب یې راکړ:
- "خپله هم پوهېږم، اما اخر زه هم په جنګ کې وم له [بشها] سره بندي وم"
- "آیا بشها (په تېزه ژبه د فرانسویانو په ځای آلمانیان) له تاسو سره زیات بد وکړل؟ کولای شې د خپل بند کیسې راته وکړې؟"
زما دغه پوښتنه هغه دې ته لېواله کړ چې د زړه خواله راسره وکړي، په دغه ډول یې راته کیسه وکړه:
- "زه دوه کاله په آلمان کې زنداني وم، دومره وخت نه و وتلی چې سرتېری شوم وم"
- "تاسو بختور یاست، جنګ مو ودراوه، موږ هم نه غوښتل چې د تاسو په ځای واوسېږو، وروسته له هغه یې زموږ جیبونه ولټول، کومه اسلحه چې راسره وه، وا یې خیسته، ډلې ـ ډلې یې کړو، پوستې ته یې روان کړو. څو نفره چې له موږ سره ټپیانو و، روغتون ته یې واستول، وروسته له دوه ورځو مسافرۍ څخه یې زه او بل فرانسوی د زندانیانو د اتاق ساتونکي وټاکلو؛ اما دغه کار ډېر چټل و، بندیانو به هر څه په ځمکه تف کول، زه ډېر هلته پاتې نشوم، هیله مې ورنه وکړه چې زما دنده تغیر کړی، هغوی قبوله کړه، وروسته یې د ( کنلي ښار) یوه کلي ته د بزګرۍ لپاره ولېږم، ملګری مې راسره و، سهار شپږ بجې ژر له خوبه پاڅېدم، خیمې ته مې سر وښکاره کړ، آسونه مې راویستل، د مڼو ځمکه مې پرې واړوله، زموږ دنده خپلې بزګرۍ ته رسېدل و، همالته ما او ملګري ته مې د تېښتې فکر راولوېد، دوې شپې ـ ورځې په دښته کې په پښو دېخوا او اېخوا وګرځېدو، غوښتل مې د هالنډ له لارې فرانسې ته ولاړ شم. ډېرې شپې مې په لاره سبا کړې، له بده مرغه په آلمانۍ بلد نه وم، زه په غوږونو دروند وم، له یو څو کلمو زیاته آلماني مې زده نه کړه؛ اما ملګري مې له ما څخه ډېره زده کړې وه، تر دې چې بالاخره و یې نیولو، زما ځای یې تغیر کړ، زه یې ولېږم د آلمان جنوب ته"
پوښتنه یې وکړه:
- "تاسو ته یې کومه جزا درنه کړه؟"
- "نه، یوازې زه یې و وېرولم، که چېرې د بیا دا کار تکرار کړ، هېڅکله به دې آزاد نه کړو، تر دې په دې سخت کار ته واچوو، زما کار له بزګرۍ سره و، تر هغې مې ځای ښه شو، له نجونو سره مې مینه کاوه یعنې د ورځې له خوا به مې چې د نجونو سره په ځنګله کې کار کاوه، هره شېبه به مو یو بل لیدل، که وروسته له دې له زندانیانو څخه څوک وتښتي، لکه غله د شپې ووځي، ملګري مې یوه مېرمنه امیداوره وکړه، زما په سینه کې نمبر ګنډلی و، کله به چې شپه شوه په هغه سپین دستمال به یې بخۍ کوې، هره شپه به په اته بجو له کښتونو راتلم، بېرون، نږدې د ریل پتلۍ له له تمځای سره زما او د نجونو د دیدن ځای و. په څه شي پورې به یې چې خندل زه د هغوی په ژبه نه پوهېدم، زما د خوښې نجلۍ بور ویښته درلودل، ډېره مینه مې ورسره لره، هېڅ مې له یاده نه وته، بالاخره صوفیان و پوهېدل له ما څخه یې شکایت وکړ، دوې شپې نور ولاړم نه، وروسته له هغې مې د دیدن ځای تغیر کړ"
و مې ویل:
- "تر ټولو بده کړنه د آلمانیانو سره تاسو سره څه وه؟"
- "هېڅ؛ ځکه موږ خپله کارونه ته رسېدګي کاوه شوی، هغوی هم له موږ څخه راضي و، زموږ له کار سره کار نه درلود، یوازې دوه ـ درې ځله یې زموږ کاغذونه ونه رسول"
- "کوم کاغذونه؟"
- "د زندانیانو د تبادلې کاغذونه کله به چې فرانسویان آلمانیانو ونیول د هغوی په منځ کې به یې کاغذونه ویشل او که به آلمانیانو فرانسویان ونیول د هغوی په منځ کې به یې کاغدونه ویشل"
- "دلیل یې څه و؟"
- "ویل به یې هغه آلماني صاحب منصبان چې له فرانسویانو سره بندیان و، فرانسویانو به هغوی الجزایر ته لېږل، سخت کاروونه به یې ورباندې کول، له آلماني زندانیانو سره به یې ډېر بد سلوک کاوه، له دې امله به آلمانیانو به زموږ کاغدونه نه رسول"
- "مرده باد آلمان"
- "د ژوند بهترینه دوره مې هماغه وه چې په زندان کې وم"
(پای)