د کرکټ بورډ د اجرائيه رئیس شفیق ستانکزي له دندې لېرې شو

روهي (دوه نۍ/۲۲ د سلواغې)، د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د دغه ادارې اجرائيه رئيس شفيق ستانکزی يې له دندې ګوښه کړی دی.

د کرکټ پورډ مشر عزيزالله فضلي رسنيو ته ويلي دي چې نوموړی د کرکټ بورډ په غوښتنه او د ولسمشر د په حکم ګوښه شوی دی.

فضلي په دې اړه ويلي، "د ولسمشر په حکومت کې راغلي، چې د کرکټ بورډ د اساسنامې په اساس دې اجرآت وشي، نو د شفیق الله ستانکزي ماموریت پای ته رسیږي او اسد الله خان به تر جام جهانی پورې د کرکټ بورډ اجرائیه ریاست سرپرست وي".

د يادونې ده چې شفيق ستانکزی له تېرو څلورو کالونو راهيسې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې اجرائيوي رئيس وو.