قران کريم دنورو الهي كتابونو په پرتله د زیاتو ځانګړتياوو درلودونکی دی چې ځینې په لاندې ډول دي:
(1) لومړۍ ځانګړنه:
قرآن کريم دالله جل جلاله کلام دی او د الله جل جلاله له لوري په محمد صلى الله عليه وسلم ناﺯل شوی، د فاتحې په سورت پيليږي او د ناس په سورت پاى ته رسي.
(2) دوهمه ځانګړنه:
د قران کريم تلاوت او لوستل عبادت (بنده ګي) ده او په تلاوت يې لوستونکي ته ثواب رسي، ځکه رسول صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:" مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللَّهِ فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ، وَالحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا، لَا أَقُولُ الم حَرْفٌ، وَلَكِنْ أَلِفٌ حَرْفٌ وَلَامٌ حَرْفٌ وَمِيمٌ حَرْفٌ "( ).
ژباړه: چا چې د الله جل جلاله له کتاب څخه يو حرف تلاوت کړ دهغه لپاره به نيکي وي او يوه نيکي به يې يو په لسه حسابيږي، دا زه نه وايم چې (الم) يو حرف دى بلکې الف ځانله ،لام ځانله او ميم ځانله حرف دى.
همدارنګه قران مجيد د ﺯيات شمير سورتونو د لوستلو په غوره والي کې يو شمير صحيح حدیٍثونه هم راغلي دي.
لکه د بقرې، آل عمران، ملك، كهف، اخري سورتونه او داسې نور ...
(3) دريمه ځانګړنه:
پرته د قران کريم له لوستنې لمونځ نه صحيح کيږي، رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي:" لَا صَلَاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ"( ).
ژباړه: د هغه چالمونځ ناسم دى (نه کيږي) چې د فاتحې سورت و نه لولي.
(4) څلورمه ځانګړنه:
قران کريم د هر ډول لاسوهنې او بدلون څخه سلامت او په امن کې دی.
الله جل جلاله فرمايلې دي:(( إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ)). الحجر:9
ژباړه: يقينا مونږ قرآن ناﺯل کړی او مونږ يې ساتنه کوو.
کوم چې نور اسماني کتابونه دي لکه تورات او انجيل، په هغې کې خپلو پېرويانو لاسوهنه کړې او اصلي منځپانګه يې ورته بدل کړې ده.
(5) پنځمه ځانګړنه:
قران کريم له تناقض (ټکر) څخه سالم او ژغورل شوی، ځکه الله جل جلاله فرمايلې دي:(( أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا)). النساء:82
ژباړه: ايا دوى په قران کې سوچ او فکر نکوي؟ که چیرته دا قران د بل چا له لوري وی نو هرو مرو به یې په دې کې ﺯيات شمير اختلاف موندلي وی.
وروستي