د مسکو ناسته او څلور بې ځوابه پوښتنې؟

د مسکو ناسته او څلور بې ځوابه پوښتنې؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
تېره اونۍ په لومړي ځل د طالبانو سياسي استازو او يو شمېر افغان سياسيونو په مسکو کې د هېواد د روان بحران او راتلونکې سولې په اړه مخامخ دوه ورځنۍ ناسته وکړه. خو په کور دننه او بهر کې يادې ناستې غبرګونونه راپورته کړل.

افغان حکومت له يادې ناستې سره منفي حسايت وښوود او ولسمشر غني وويل چې يادې ناستې ته تللي افغان سياسي څېرې هېڅ اجرائيوي صلاحيت نه لري. اجرائيه رياست وويل چې د سولې خبرې د هر افغان حق دی خو بايد چې د هېواد د ملي ګټو په پار وي او سرې کرښې په پام کې ونېول شي. د امريکا متحدو ايالتو حکومت هم ياد ه ناسته رد کړه. د ناستې پر مهال کابل، ننګرهار، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو کې لاريونونه هم وشول او د افغان حکومت څنډې ته کېدل يې وغندل.

بيا له بلې خوا په مسکو کې افغان سياسيونو او طالب استازو ياده ناسته بريالۍ ياده کړه. د بين لاافغاني خبرو د پيل پړاو يې وبللو او پايلو ته يې هيله مند دي. روسيې هم ياده ناسته وستايله خو ويې ويل، چې هېواد يې هېڅ ډول لاس په کې نه لري بلکې د مېشتو افغانانو په نوښت جوړه شوې ده.

د ډېری افغانانو سره د مسکو ناستې په اړه يو شمېر بې ځوابه پوښتنې پاتې دي.
۱- افغان حکومت: افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني سوله د چارو لومړيتوب يادوي او قربانۍ ورکولو ته پرې تيار دی. اوس چې له حکومت پرته له يو بل ادرسه د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو زمېنه برابره شوې ده، نو حکومت يې ولې مخالفت کوي؟ که چېرې افغان سياسي ګوندونه، سياسي څېرې، د اوسني او پخواني حکومت چارواکي له طالبانو سره مخامخ د سولې ناسته تر سره کوي او د خبرو له لارې د ستونزو حل لټوي، نو افغان حکومت وروسره څه ستونزه لري؟
که چېرې سوله د حکومت لپاره لومړيتوب وي، نو بيا ولې ملګرو ملتونو ته د مسکو ناستې په اړه شکايت کوي او ولې سياسيونو ته واک او اجراظيوي صلاحيت نه ورکوي؟

۲- افغان سياسيون: د اوسني او پخواني حکومت چارواکي، د سياسي ګوندونو استازي او مشران او نورې سياسي څېرې چې د افغان سياسيونو په نوم يې په ياده ناسته کې برخه اخېستې وه، له حکومت سره ولې په تفاهم تګ نه کوي؟ آيا دغه کسان کومې ګوندي او نورې شخصي ګټې لري، چې د سولې کرېډت تر لاسه کړي او که د رېښتنې سوله لپاره کار وي؟

۳- طالبان: د طالبانو اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ پر مهال د شمالی ټلوالې (عطا محمد نور، يونس قانوني، تورن اسماعیل خان...)؛ محمد محقق او نورو سره پنځه کاله جګړه وکړه. له هغې را وروسته د امريکا په ملاتړ او د حامد کرزي په مشرۍ همدغه کسان وو چې د طالبانو اسلامي امارت يې ړنګ کړ او نوې اداره يې رامنځ ته کړه. د طالبانو او امريکا په ملاتړ حکومتونو د جګړې ستره برخه د کرزي به مشري پورته کسانو کړي، بيا ولې طالبان له دوی سره خبرو ته کېنو او د ولسمشر غني په مشرۍ له اوسني حکومت سره د خبرو غوښتنه ردوي؟

۴- امريکا او روسيه: د روسيې په هېواد کې په دومره پراخه کچه د يوې ناستې جوړېدل د روسيې له پلان پرته شونتيا نه لري. بيا ولې روسيه په ياده ناسته کې خپل لاس لرل ردوي او د افغانانو نوښت يې یادوي؟ امريکا هم په وار - وار افغانستان کې د روانې ستونزې حل په خبرو کې يادوي او جګړه د حل لار نه بولي. امريکا په خپله له طالبانو سره مخامخ ناستې کړې او اوس هم ور سره پلان لري، نو بيا چې د بهرنيو هېوادونو په مرسته د افغان ښکېلو غاړو ترمنځ د ستونزو د حل ناستې کيږي، نو امريکا يي ولې پر وړاندې مخالفت ښيي؟

د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په پورته يادو مسايلو غږيږو. تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د سلواغې مياشتې ۲۰مه نېټه د ماښام له ۷:۳۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.