روهي (پنځه نۍ/۱۸ د سلواغې)، د افغانستان کرکټ بورډ و وېب پاڼې د خبر پر اساس نن د یوې خبري ناستې پر مهال د افغانستان اسلامي بانک جام لوبلړۍ لپاره د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان ملي لوبغاړو لوبډلې اعلان کړې چې په یادو سیالیو کې درې نړیوالې شل اوریزې، پنځه یوه ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه شاملې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي نن په دې اړوند جوړه شوې خبري ناسته کې هیله څرګنده کړه، څو دغه سیالۍ له یوه اړخه د نړیوال جام لپاره د چمتووالي په برخه کې اغېزناکې تمامې شي او له بل لوري دغه لوبلړۍ د افغانستان په ګټه ثبت شي.
هغه زیاته کړه، په همدې موخه یې له دې وړاندې د هندوستان په چنای او اوسمهال د یاد هېواد په بنګلور ښار کې د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ پيل کړی چې دغه کمپ به د ملي لوبغاړو د چمتووالي په برخه کې غوره رول ولوبوي.
هغه د ایرلنډ پر وړاندې د دریو شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره د ((اصغر افغان کپتان، عثمان غني، حضرت الله ځاځي، نجیب تره کي، سمیع الله شینواري، نجیب ځدراڼ، شفیق الله شفق ویکټ ساتونکی، محمد نبي، راشدخان ارمان، کریم جنت، فرید ملک، سید شېرزاد، ضیاء شریفي، مجیب ځدراڼ، ظاهرخان او شرف الدین اشرف)) نومونه واخیستل.
دغه راز نوموړي د یو ورځنیو لوبو لپاره هم د ملي لوبغاړو هر یوه ((اصغر افغان د لوبډلمشر په توګه، محمد شهزاد، جاوید احمدي، حضرت الله ځاځي، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، سمیع الله شینوراي، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، راشدخان ارمان، کریم جنت، ګلبدین نایب، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، فرید ملک، سید شېرزاد، مجیب ځدراڼ او ظاهرخان)) نومونه په ډاګه کړل.
وروستي