جګړه ځپلې افغانستان کې د پوب جي (PUBG) په نوم د جګړه ييزې انټرنېټي لوبې مينوال ډېر شوي

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د سلواغې)، د پوب جي (PUBG) په پرمختللې نړۍ کې يو مشهوره، په زړه پوري او ډېر مېونوال لرونکې جنګي انټرنېټي لوبه ده.

په دې لوبه کې لکه د جګړې د رېښتنې ډګر په څېر اسانتياوې ځای پر ځای شوي او لوبغاړي يې د پوځي ډلو په څېر د جګړې ډګر ته ځي.

د مخابرې سېسټم، هوايي او ځمنکي بريدونه هغه څه دي، چې لوبه يې په زړه پوري کړې ده. پوب جي (PUBG) په ان لاين ډول کيږي او د نړۍ د مختلفو هېوادونو په کې ملګري پيدا کيږي.

په دې نېږدې وخت کې د جګړه ځپلي افغانستان په جګړه کې لوی شوی ځوان نسل هم له دغه لوبې سره بلد شوی او د ځوانانو ترمنځ يې شهرت پيدا کړی دی.