روهي (پنځه نۍ/۱۸ د سلواغې)، د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې له افغان حکومت غوښتنه کړې ده چې د دغه هېواد د فوټبال فدراسيون دننه هغه دوسېسې دې په جدي ډول وڅېړي چې د جنسي ځورونو شکايت په کې شوی دی.
يادې ادارې په افغان حکومت غږ کړی دی چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون دننه ټول هغه کسان دې محکمه کړي، چې د فوټبال ښځينه لوبغاړو پر وړاندې جنسي زور - زياتي کړنې تر سره کړي دي.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ويلي دي چې دا ډول قضيې د افغان حکومت پر وړاندې د يوې ازموينې ډول لري چې څومره د هېواد د ميرمنو له حقونو ساتنه او دفاع کولی شي.
له دې وړاندې د افغانستان لويې څارنوالۍ ويلي وو چې د فوټبال فدرسيون د مشر په شمول يې د يو شمېر غړو دوسېسې بشپړې کړي او محکمې ته به يې معرفي کړي.
مياشتې وړاندې د افغانستان د فوټبال فدراسيون يو شمېر ښځينه لوبغاړو تور پورې کړ، چې د فدراسيون د مشر په شمول نور نارينه غړي ښځينه لوبغاړي تر جنسي اذيت لاندې نيسي.
وروستي