دازموینې ورستۍ ورځ وه د ادب تاریخ پوښتنې مې په زړه پورې ځواب کړې، څادرمې وټکاوه داطاق په لورې روان شوم کله چې اطاق ته ورسیدم ټولو ځانونه تګ ته چمتوکول. زه هم لومړی لاړم حمام ته وېښته مې جوړ کړل حمام مې وکړاطاق ته راغلم ملګرویل څه شوې موټرمو راغوښتی، دکابل په لوري مو حرکت وکړ ماښام مهال راورسیدو په کابل کې موشپه شوه، سهاروختي دولایت دموټروتمځای ته ولاړم لنډه داچې ماښام مهال خپل کللي کورته ورسیدم، ماسپښین مې غټه کورتی، څادر، اوخولی واغوستل دجماعت پخواوروان شوم دا چې دژمي موسم وه واوره پرمانه وه، دجومات برنډې اوله ځوانانو سره دښه راغلاست نه وړاندې مې یوڅو واورین توپونه د ځوانانو لخواوخوړل وروسته ورتېرشوم فتاوي ته ګڼ شمېر سپینږیري او ځوانان ناست وه، لومړی مې دسپینږیروسره ستړي مشي وکړل وروسته ځوانانو ته راتاوشوم ښه روغبړمو سره وکړ.
مخامخ زړه کلاوه چې دیوالونه یې نړیدلي وه ماشومان په واوره ښویدل ترګپوشپو وروسته عجب ګل لالا راوړاندې شو له جیبه یې موبائل راوېست چې په ځانګړي پوښ کې یې اچولی وه ماته یې راکړ ته داوګوره انټرنېټ یې کار نه کوي اختر ګل په فرانسه کې دی هره ورځ راته زنګ وهي چې انټرنېټ فعال کړه چې مصرف یې کم دی، موبائل مې ترې واخېست چې ډیټا مې خلاصه کړه ټوجي وه سټینګ ته ولاړم ورته مې تري جي کړ ، راته ویل یې ته اختر ته زنګ ترې و کړه.
مسنجرته ولاړم ښه وه اختر ګل ان لاین وه زنګ مې ورته وواهه ویډیویي خبرې مې وسره شروع کړې ترڅودقیقووروسته مې ډاډ ورکړ انټرنېټ مې درته سم کړ اوس دې له لالا سره وغږیږه ،دکللي سپینږیري سره په غږیداشول ته اوس عجب ګل ته ګوره اوزوی ته یې هغه چیرته دی چیرته ، ماهم خپل مبائل راوېست څنګ ته مې یوملګری ناست وه انټرنېټ دې فعال دی ماویل هو په کار دې دی نه نه ته وګوره چې سباته واوره اوري کنه، ګوګل ته ولاړم دهواحالات مې وکتل هو سبایې واوره ښودلی لږ تم شوم بل سبایې هم ښودلی مشرانو راته وخندل ، سلطان بابا عینکې په سترګو سمې کړې ته اوس د خدای په کارونو کې کار لري د کفارورنګ دې اخېستی دی ماپه سړه سینه ورته وویل بابا زه نه وایم انټرنېټ وایي بس کړه د دوی له خولې یې ماته مه وایي، مخامخ یو بل کلیوال چې تارتار ګیره یې پرمخ وه پایڅې یې تر ښنګریو یوه لوشت پورته کړې وې راته وویل، دې پوهنتون دې سمه عقیده درخرابه کړې ده اوس، د خدای په کارونو کې لاس وهي، خدای شته هغه ته مې غوسه راغله ورته مې وویل بس ته خومه غږیږه ته پوهنتون څه پيژنې، بابا ته مې مخ ورواړاوه بابا تا څوکال مخکې دامنله چې یو څوک دې د دنیا په هغه سرکې په تصویري شکل وغږیږي داخو تکنالوژي ده اروپایان سپوږمۍ ته ختلي دي، بابا چې عمریې خوړلی وه راته ویل نور مه راته وایه زه په هرڅه پوهیږم دا ټول کارونه دکفارو دي، داچې اذان مخکې شوی وه یوچا راغږ کړل چې جمعه دریږي اودسونه وکړئ زما اودس وه جمعه مو وکړه، څه وخت وروسته مو دماښام جمعه هم وکړه داچې په اطرافونو کې هر جومات دوه برخې لري یوه برخې یې تودیږي توخانه ورته وایي ټول راغلل دتوخانې په سرکېناستل، یو لاس وراوږ کړ دلمرېزې برښنا ګروپ یې ولګاوه تته رڼا یې وکړه سلطان بابا غږ وکړ څه شوهغه دفلاني زوی ، ماورته وویل ها بابا څه وایي په تمسخر ډول یې وویل انټرنېټ دې څه وايي ټولو وخندل ، ته وګوره چې داشرف غني حکومت څه وخت خلاصیږي خو ټول یې بمبارد کړل.
غږ مې ورته ونه کړ یو یو کورنو ته روان شوو زه هم لاړم ، سهار چې له خوبه راپاڅېدم کوراوکللی سپینې واورې پوښلی وه ، داچې موږ په ننګرهار کې عادت شوي وه سهار لمانځه ته به جومات ته تلو نو جومات ته مې حرکت وکړ لمونځ مو وکړ توخانه لا بده نه وه ګرمه وه پرې کیناستم ، بیله سپینږیرواو مشرانو نه بغیرنورڅوک نه وه ، یو راته وایي انټرنېټ خو دې رښتیا شو واوره اوري ماورته هیڅ هم ونه ویل، بل په تمسخرډول وویل ته ورته ووایه چې باران څه وخت اوري سرمې ورته کوږ کړ موسکی شوم.
وروستي