د علامه ابن القيم - رحمه الله- ټولګټې ويناوې (شپږمه برخه)

(۸۱) د علم زده کړه:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" د اسلام له امامانو څخه چې به له کوم يو وپوښتل شو چې ترکوم وخته به دعلم ﺯده کړه کوى،
هغه به ويل: تر مرګ پورى".
مفتاح دارالسعادة (۲۰۳).

(۸۲) لمونځ وکړه!
علامة ابن القيم رحمه الله وايي:
" لمونځ ادا کول د دنيوى او اخروى مصالحو په ترلاسه کولو کې او د دنيوى او اخروى مفاسدو په مخنيوى کې ستره مرسته ده".
ﺯاد المعاد(۴/۲۰۹).

(۸۳) اﺯميښت:
ابن القيم - رحمه الله - وايي:
" اﺯميښت او مصيبت د مؤمن لپاره داسې دى لکه درملنه " .
إغاثة اللهفان (۲/۱۸۸).

(۸۴) د زړه مړینه:
علامة ‏ابن القيِّم رحمه الله وايي:
"سړي هفه دى چې د خپل ﺯړه له مړينى وريږى نه د بدن له مړينى".
مدارج السالکين (۳/۲۷۶).

(۸۵) لیری اوسه!
علامة ‏ابن القيِّم رحمه الله وايي:
"د هغه چا ليري اوسه،
چې د کتاب او سنت له پيرويانو سره دښمنى کوى، پدې خاطر چې تاته يې ﺯيان در ونه رسي".
فوائد الفوائد (٣٩٧).

(۸۶) لمونځ دعدل تله ده:
ابن القيم رحمه الله وايي:
" بنده دى خپل ايمان او د الله جل جلاله سره مينه د لمانځه پرته په بله تله نه تلى، ځکه دا د عدل تله ده".
طريق الهجرتين(۳۰۷).

(۸۷) دﺯړه کرارى:
‏ابن القيم -رحمه الله- وايي:
"كله چې ﺯړه پريشانه او ناکراره شى، نو د الله تعالى له ﺫکر پرته په بل څه نه ارامه کيږى".
مدارج السالكين( ٢/ ٤٨٠).

(۸۸) د غوسی زیان:
علامه ابن القيم رحمه الله وايي:
"بدترين انسان هغه دى
چې د رضايت په وخت کې د حق وينا کوى،
خو چې کله غوسه شى، نو خپله غوسه يې د باطل په لور روان کړى".
إغاثة اللهفان(۱/۴۳).

(۸۹) په توبى تکيه کول:
علامه ابن القيم رحمه الله ويي:
"په توبى د تکيه کولو له امله ډير ځله مسلمان ګناه ته مخه کوى،
که چېرته دا پوهيدلى چې ښايي د ده او د توبى ترمنځ خنډ واقع کيداى شى، نو ويريدلى به وى".
طريق الهجرتين (۵۶۲).

‏(۹۰) د الله تعالی حمد او ثنا ویل د نعمتونو لامل کیږی:
إمام ابن القيم رحمه الله وايي:
" څوک چې هميشه د الله تعالى حمد او ثنا وايي
په هغه به نعمتونه او خيراتونه ﺯيات شي، او څوک چې استغفار ويل هميشه کړى پرمخ به یې بندې لارې خلاصى شي".
‏الداء والدواء(۱۸۸).

(۹۱) که غواړى چې په اخرت کې له حوض کوثر اوبه وڅښی نو په دنيا کې د سنتو پيروى وکړئ.
علامة ابن القيم رحمه الله وايي:
" د رسول الله صلى الله عليه وسلم لپاره دوه حوضونه دى:
لومړى: په دنيا کې د هغه سنت او هغه شريعت دى چې مونږ ته يې راوړى،
دويم: په اخرت کې حوض کوثر دى،
څوک چې د دنيا له حوض څخه څښونکى وى نو په اخرت کې به هم د حوض کوثر څخه څښونکى وى".
اجتماع الجيوش الاسلاميه(۲/۸۵).

(۹۲) علم ژوند دى:
ابن القيم رحمه الله وايي:
" عالم له مړينى وروسته هم د خلکو ترمنځ ژوندى وى، خو جاهل بيا په ژوندنۍ د خلکو ترمنځ مړ وى".
مفتاح دار السعادة(۱/۱۳۱).

(۹۳) د ګناهونو ﺯيان:
علامه ابن القيم رحمه الله وايي:
"ګناهونه د پريشانى،غم، ويرى، خفګان او ﺯړه د ناروغيو لامل ګرځي،
چې د استغفار او توبى پرته بله درملنه نه لري".
ﺯاد المعاد (۴/۱۹۱).

(۹۴) څنګه په دنياکې ﺯهد ترلاسه کړو؟!
علامة ابن القيم - رحمه الله - وايي:
"په دنيا کې ﺯهد څنګه ترلاسه کيږي
لومړى : دبنده دا عقيده درلودل چې يقينا دنيا تلونکى سيوري او راتلونکى خيال دى.
دويم : بايد عقيده ولري چې له دنيا ورخوا يو ستر او لوړ کور شتون لري.
دريم : پدې ځان پوهول چې له دنيا سره بى رغبتى له دنيا څخه د ده کومه ليکلى برخه نه کموى، او د دنيا حرص ورته هغه څه نه راجلبوى چې د ده لپاره يې پريکړه نوى شوي.
دا دري کړنې بنده ته اسانوى چې په دنيا کې ﺯاهد او ثابت قدمى واوسى".
طريق الهجرتين(٣٥٤).

(۹۵) تأديب:
ابن القيم -رحمه الله- وايي :
‏"الله تعالى خپل خوښ او مٶمن بنده ته چې د هغه په وړاندې درناوى لري،
په کوچنۍ خطا او تيروتنه تأديب ورکوى تر څو د هميش لپاره ويښ او محتاط واوسى".
زاد المعاد(۳/۵۰۶).

(۹۶) ددنيا ريښتنى انځور:
ابن ا لقيم رحمه الله وايي:
" دنيا ته تر ټولو ورته شى سيورى دى،
ته به يې ثابت او حقيقت ګڼى او ګمان به کوى چې حرکت نه کوى، خو هغه راغونډيږى او کميږى، ته به يې د راګيرولو هڅه کوى خو ورته وررسى به نه".
عدة الصابرين ( ٤٣٦ ).

(۹۷) غوره علاج:
ابن القيم رحمه الله وايي:
" د ﺯړه او بدن هيڅ داسې ناروغى نشته چې قران يې د سبب او تدواى په اړه لاښوونه نه ده کړى".
زاد المعاد (٤/٣٥٢).

(۹۸) د تداوی درمل:
ابن القيم رحمه الله وايي:
"د الله تعالى په ﺫکر..
هغه ته په مخه کولو..
هغه ته په ستنيدنه او رجوع ... او لمانځه ته په پناه وړلو څومره ناروغان روغ شوى..".
مفتاح دارالسعادة(۱/۲۵۰).

(۹۸)په لمانځه کې دمنافقت نښې
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
"په لمانځه کې دغه شپږ صفتونه د منافقت دي:
- په پاڅيدو کې سستى،
- خلکو ته ځانښونه
- د مانځه وروستوالى،
- ټونګې وهل،
- د الله کم ﺫکر کول،
- د جمعې لمانځه نه وروسته کيدل".
الصلاة وحکم تارکها (۱/۱۷۳).

(۹۹) صبر له غچ اخستنى غوره دى:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
"د قيامت په ورځ د بنده خوشحالي هله ﺯياته شي،
چې د خلکو په وړاندې د خپل مال، نفس او ناموس حقوق ووينى،
عقلمند دا ددغې فقر او لا چارې ورځ لپاره توښه ګڼى، او په هغه غچ اخستلو يې نه بربادوى چې هيڅ ګټه ورته نه لري.
مدارج السالکين (۱/۳۰۶).

(۱۰۰) د دنیا پرستی پایله:
امام ابن القيم رحمه الله وايي:
" له دنیا پرسته دری شیان نه جلا کیږی:
- دپریشانۍ ملتيا،
- دائمی ستړتیا،
- نه ختمدونکی افسوس".
ِِِإغاثة اللهفان (1/58).