د علامه ابن القيم – رحمه الله- ټولګټې ويناوې- دويمه برخه

(۱۹) خپلى پټى چارې مو اصلاح کړئ:
امام ابن القيـم رحمـه الله وايې:
• څوک چې خپلى پټى کړنې سمى کړي، الله تعالى به يې ښکاره چارې سمى کړي.
• څوک چې د خپل ځان او خپل رب ترمنځ اصلاح وکړی الله جل جلاله به دده او خلکو ترمنځ اصلاح وکړي.
• څوک چې د اخرت لپاره عمل وکړی الله جل جلاله به يې ددنيا اړتياوې پوره کړي.

(۲۰) په هر حالت کې د خپل رب يادونه وکړئ:
الله تعالى هيڅکله د ﺫکر کوونکى ژبي اجر نه ضايع کوي، بلکى ﺫکر کونکى ته پرې ثواب رسي که څه هم ﺯړه يې غافله وي ..خو دثواب ترمنځ تفاوت موجود وي.
روضة المحبين (۳۰۹/۱).

(۲۱) د اخلاقو ارﺯښت:
که په عبادت کې دى کمى هر څومره وي، خو په اخلاقو کې کمى مه کوه، شايد اخلاق دى لوړو جنتونو ته د ننوتلو کيلې شي.

(۲۲) دځان او د رب ترمنځ پرده مو مه لیري کوئ:
د مسلمان لپاره دوه پردى دى، دده او د رب ترمنځ، دده او دخلکو ترمنځ، څوک چې هغه پرده ماته کړى چې دده او د رب ترمنځ ده، الله جل جلاله به هغه پرده ليري کړي چې دده او د خلکو ترمنځ ده.

(۲۳) رب مو له لیدو مخکی راضی کړئ:
مٶمن رب او څښتن لري چې ورسره مخامخ کيږي به، او کور دى چې په کې اوسيږى به، نو ده ته پکار دى چې خپل رب له ليدو مخکې راضى کړي، او خپل کور له ورتلو مخ کې ودان کړي.

(۲۴) وخت د ضائع کولو زیان ډير ستر دی:
د وخت ضايع کول له مرګ څخه ﺯيات سخت دى، ځکه وخت ضائع کول دى د الله تعالى او د اخرت څخه جلا کوىئ او مرګ ددنيا او دنيا د خلکو جلا کوئ.

(۲۵) ددنیا ارزښت:
دنيا له پيل څخه تر پاى د يوساعت په غم نه ارﺯى ، نو بيا يې د ټول عمر غم کول څنګه دى

(۲۶) خوښ او ناخوښه:
د نن ورځى خوښ شيان سبا ته ناځوښه او تکليف وي، او د نن ورځى ناخوښه شيان سبا ته راحت او خوښى وي.

(۲۷) ستره بریا:
په دنيا کې ستره بريا دا ده چې خپل ځان هر وخت په هغه څه مشغول کړئ چې دهغه لپاره مناسب او په اخرت کې ورته ګټه لري.

(۲۸) عقلمندی:
څرنګه عقلمند دى هغه څوک چې جنت د يو ساعت په شهوت پلوري.

(۲۹) زړونه مو د الله په لویي ودان کړئ:
د چا په ﺯړه کې چې د الله تعالى لويې ځاى وکړي ترڅو د هغه نافرمانى ونه کړي، الله جل جلاله به يې د خلکو په ﺯړونو کې عزتمند کړي تر څو ﺫليله يې نه کړي.

(۳۰)د اخلاقو بنسټ:
ابن قيم رحمه الله ويلي:” ښه اخلاق په څلورو بنسټونو ولاړ دي چې د دغو بنسټونو پرته يې د وجود تصور نشی کیدلای: صبر، پاک لمني، مېړانه او عدالت”.

(۳۱) د زړه ریښتنی شتمنی:
د ﺯړه حقيقى شتمنى، يواځې د الله جل جلاله سره تعلق ساتل دى، او د ﺯړه ريښتنې ناچارې، بل چا پورې د زړه تړل دى.
(مدارج السالكين ).

(۳۲) د زړه لپاره مناسب ځایونه:
ابن القيم رحمه الله وايې:« ﺯړه دى په درى ځايونو کې ګوره:
•قران کريم د اوريدلو په وخت کې.
• د ﺫکر په مجلسونو کې.
•د ځانلوالى عبادت په وختونو کې.
که پدې ځايونو کې دى ونه موند نو دالله تعالى نه سوال وکړه چې د ﺯړه لورٕيينه درباندې وکړي، ځکه ته ﺯړه نه لري».

(۳۳) بی ځایه خبرې او نظر:
إمام ابن القيّم رحمه اللّه وايې :
بى ځايه خبرې او نظر ﺯياتره ګناهونه ﺯيږوى،
دا دواړه انسان ته شيطان د راتلو پراخه لارې دى،
ځکه غړې يې د ستړتيا او ستومانى احساس نکوي.
بدائع الفوائد( ٢٧٣/٢ ).

(۳۴) د شرک او تعطیل سبب:
شرك ، او تعطيل ( يعني دالله جلاله صفات نه منل او له هغى انکار کول ) دواړه په الله جل جلاله باندې په بد ګمانى کولو بنا دى.
إغاثة اللهفان (۱۰۳/۱).

(۳۵) د زړه ټیټوالی او لوړوالی:
ﺯړه په شپږ ځايونه کې ګرځي راګرځي اوم ځاى نه لري،
دري يې ټيټ او درى يې لوړ دى

ټيټ ځايونه:
• دنيا ورته ځان سينګاروى.
• نفس ورته د نافرمانى او خواهشاتو امر کوي.
• دښمن ورته وسوسې اچوى.
ټيټ او پاتى روحونه په هم دغه ځايونو کې تل چکر وهی.

درې لوړ ځايونه:
• علم ورته ښه او بد ورښايي.
• عقل ورته سمه لار ښايي.
• الله جل جلاله چې ﺯړه يې عبادت کوى.