(۶۶) ﺫکــــر:
ابن القيم- رحمه الله وايي:
" د الله جل جلاله ﺫکر او يادونه د نفاق څخه ژغورنه ده".
(الوابل الصيب).
(۶۷)عـــــزم:
ابن القيم- رحمه الله وايي:
" عزم او هوډ د بنده هغه سپرلى ده چې د الله تعالى او اخرت لور ته يې بيايي، خو چې کله هم دغه سپرلى حرکت پريږدى نږدى ده چې مسافر په نيمه لار کې پاتى شي".
(۶۸)د زړه غـــــــذا:
ابن القيم -رحمه الله- وايي:
"علم د ﺯړه خوراک څښاک او درملنه ده،
ژوند يې هم په علم ولاړ دى،
کله چې ﺯړه علم له لاسه ورکړى نو بيا مړ دى".
مِفتَاح دَار السَّعادَة :(٣٤٤/١ ).
(۶۹)حق له هر چا ومنئ:
حافظ ابن القيم - رحمه الله -وايي:
" د بل لپاره هغه څه خوښ کړه چې د ځان لپاره يې خوښوى،
کچېرته حق د هغه په ژبه څرګند شي ويې منه، ځکه اساسى موخه حق ته رسيدل دى،کله چې حق څرګند شي نو نور هر څه د خپو لاندې کړه ".
انظر : بدائع الفوائد (٦٦/٢) .
(۷۰) نوروته بښنه وکړئ:
علامه ابن القيم رحمه الله وايي:
" اى بنى ادمه! ځينې ګناهونه يواځى ستا او د رب ترمنځ دي، له هغه پرته پرې نور هیڅ څوک ندې خبر، که غواړى چې درته يې وبښى نو ته هم هغه د بندګانو مخ وړاوه ورته بښنه وکړه، که دا خوښوى چې درته يې عفوه وکړى نو ته هم د هغه بندګانو ته عفوه وکړه، ځکه چې بدله د عمل له جنسه وى.
بدائع الفوائد (۲/۴۸۶).
(۷۱) مه غمژن کيږه!
إمام ابن القيم رحمه الله وايي:
" کچېرته د دنيا سختۍ او مصيبتونه نوى،
نو بنده به د تکبر،
ځان خوښى،
استبداد،
او د ﺯړه سختوالى په ناروغى اخته شوى وى،
کوم چې سملاسى او وروسته هغه د هلاکت سبب ګرځي".
ﺯاد المعاد (۴/۴۷۹).
(۷۲)ګناهونه مو پټ کړئ:
إمام ابن القيم رحمه الله وايي:
" ايا فكر كوى چې نيکان ګناهونه نه لري؟!
نه داسې نده، دوى يواځى ګناهونه پټ کړى او خلکو ته يې ندې څرګند کړى، بښنه يې غوښتي او دوام يې پرې ندې کړي، اعتراف يې پرې کړي او هغې د توجيه کولو هڅه يې نده کړي، او وروسته له بدۍ يې نيک عمل کړي.
(۷۳) غم او د پرشانۍ لامل:
"څوک چې د الله تعالى نافرمانى وکړى،
الله تعالى به پرې دوه ډوله لښکرې مسلط کړى، چې تر هغې به یې له ﺯړه نه جلا کيږى تر څو چې توبه وباسى:
-غم
-پريشاني
(۷۴) حرمت د پایمالیدلو لامل:
إمام ابن القيم رحمه الله وايي:
"دا څنګه کيداى شي چې بنده دى د الله تعالى حرمات پايمالوى او بيا دا تمه لري چې خلک دې د ده حرمت پايمال نه کړي".
الجواب الکافي(۱۱۳).
(۷۵) د نعمتونو زوال:
إمام ابن القيم رحمه الله وايي:
"ګناهونه د نعمتونو لپاره اور دى داسې يې ختموى لکه اور چې لرګي ختموى".
طريق الهجرتين( ٥٤٢).
(۷۶) د ګـــناه اغیز:
"مه مغروره کيږه چې د خپلې ګناه اثر دى پخپل وخت ونه ليد..
ښايي ته يې اغيز څلويښت کاله وروسته ووينى"!.
الداءوالدواء( ١٣٠ ).
(۷۷) د اخرت پاچايان څوک دي؟!!
ابن القيم رحمه الله وايي:
" علماء،
عادله حاکمان،
مجاهدين،
صدقه کوونکي،
او د الله تعالى د رضا د ترلاسه کولو په موخه دمال مصرفوونکي،
د اخرت پاچايان دي،
دوى د نکيو صحفې ﺯياتيږي،
تر څو چې يې اثر په دنيا پاتى وى صحفې يې له نيکيو ډکيږى پداسې حال کې چې دوى د ځمکى په خيټه کې پراته دي،
څومره ستر او لوى نعمت دى او څومره غټ کرامت دى،
الله تعالى يې له خپلو بندګانو هغه چاته ځانګړي کوى چې خوښه يې شي.
طريق الهجرتين (۲/۸۲۴).
(۷۸) د زړه زنګ:
"ﺯړه د زنګوالى دوه لاملونه دى:
- غفلت
- ګناهونه
خو پاکوالى يې هم دوه شيان دى:
- استغفار
- د الله تعالى ﺫکر".
الوابل الصيب
(۷۹) لمونځ دسترګويخوالى دى:
علامة ابن القيم رحمه الله وايي:
" چا د سترګو يخوالى چې په لمانځه کې وى، نو په ادا کولو کې یې کومه ستونزه او تکليف نه وينى".
عدة الصابرين(۸۴).
(۸۰) دژبى ساتنه:
علامه ابن القيم رحمه الله وايي:
" ژبه چې کله په بى ځايه خبرو مشغوله وى، نو څښتن به يې هيڅکله په ګټورو خبرو کولو برلاسه نشى".
الفوائد(۳۷۷).
وروستي