ولسمشر غني، امريکا، ګاونډ هېوادونه، سياسي ګوندونه او طالبان؛ څوګ د سولې رېښتنی نيت لري او څوګ ورته خنډونه جوړوي؟

ولسمشر غني، امريکا، ګاونډ هېوادونه، سياسي ګوندونه او طالبان؛ څوګ د سولې رېښتنی نيت لري او څوګ ورته خنډونه جوړوي؟
ډاکټر نېک محمد ويال 


 
د بل هر وخت په پرتله اوس مهال د افغان سولې خبرې ګړندۍ، هيله بښونکې او پلې کېدو ته ور نېږدې شوې دي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي واکمنۍ د سولې په پار د سولې عالي شورا په نوم بنسټ جوړ کړ، طالبانو په قطر کې سياسي دفتر پرانېست، امريکا، د سيمې او نړۍ هېوادونو سولې ته د رسېدو ژمنې او همکارۍ وښوودې او په کور دننه سياسي ګوندونو هم د سولې لپاره چيغې ووهلې.

د ولسمشر غني په واکمنۍ کې د سولې هڅې د پخواني ولسمشر کرزي پر تله ډېر شوې. ګلبدين حکمتيار سوله ومنله او دغه چارې افغان ولس پوره هيله مند کړی، چې اوس نو طالبان هم د افغان دولت برخه جوړېدی شي او روانه ناخواله به پای ته ورسيږي.

په تېرو څلورو کالونو د نړۍ په اسلامي او غېر اسلامي هېوادونو کې څو اړخيزې ناستې تر سره شوې، سفرونه وشول، ژمنې را تازه شوې او په دې وروستیو کې د طالبانو سیاسي استازو او امريکايي ډپلماټانو ترمنځ هم څو ځلې مخامخ خبرې تر سره شوې.

د سولې پر وړاندې ستر خنډ د بهرنيو خواکونو شتون، د بهرنيو هېوادونو لاس وهنه او د يوې بشپړې اجماع نه موجوديت دي. په داسې حال کې چې د سولې خبرې په ظاهري ډول نېږدې ښکاري، خو بیا د طالبانو سخت دريځ چې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي او د حکومت سخت دريځي، چې د خبرو مشري او مالکيت بايد له دوی سره وي؛ ډيری وخت خبرې په ناهيلۍ بدلې کړي.

د حکومت او طالبانو شرطونه؛ د سيمې او نړۍ هېوادونو ګټې د سولې بهير ځيني وخت له مثبت لوري منفي ته کش کړي او هوکړې ته نېږدې شوي مسايل په کړکېچ بدل کړي.

د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونېزه خپرونه کې په دې خبرې کوو چې:
۱- څوګ د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او څوګ د سولې رېښتنې اراده لري؛
- افغان حکومت؛
- طالبان؛
- د امريکا او ملاتړي يې؛
- د سيمې هېوادونه؛
- او که د افغانستان دننه سياسي ډلې - ټپلې؟

۲- د سولې اوسنۍ خبرې څومره بريالي ښکاري؟
۳- سوله څومره او په څومره وخت کې شونې ده؟
۴- د لنډمهاله حکومت وړانديز څومره پر ځای دی؟
۵- وضعيت د ښه کېدو او که د کړکېچ په لور روان دی؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د سلواغې مياشتې ۱۳مه نېټه د ماښام له ۷:۰۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.