
د محقق ګوښه کېدل به څه پايلې ولري؟ نوموړی به هم د عطا په برخليک اخته او که وضعيت به کړکېچن کړي؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يو فرمان پر اساس د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق له دندې ګوښه کړ. په فرمان کې ويل شوي، د هېواد د اساسي قانون د ۶۴ مادې، ۱۳ برخې پر اساس له دندې ګوښه شوی دی.
د ولسمشر د صلاحيتونو او د لوړپوړو کسانو د ټاکنې، بدلون او ګوښه کېدو په اړه د هېواد اساسي قانون ۶۴ ماده داسې حکم کوي:
لمړۍ فقره : جمهور رئیس لاندې واکونه او وظیفې لري:
۱- د اساسي قانون د اجرأ څارل؛
۲- د ملي شوریٰ په تصویب د هېواد د سیاست د اساسي کرښو ټاکل؛
۳- د افغانستان د وسله والو ځواکونو ستر مشرتوب؛
۴- د ملي شوریٰ په تائید د جګړې او متارکې اعلانول؛
۵- د ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلواکۍ د ساتنې د دفاع په حالت کې د لازم تصمیم نیول؛
شپږمه فقره : ۶- د ملي شوریٰ په تائید له افغانستان څخه بهر ته د وسله والو ځواکونو د ټولګیو لېږل؛
۷- ددې اساسي قانون په (نهه شپېتمه) ماده کې له راغلي حالت پرته، د لویې جرګې راغوښتل؛
۸- د ملي شوریٰ په تائید د اضطراري حالت اعلان او د هغه پای ته رسول؛
۹- د ملي شوریٰ او لویې جرګې د غونډو پرانیستل؛
۱۰- د جمهوري ریاست د مرستیالانو د استعفی منل؛
۱۱- د ولسي جرګې په تائید د وزیرانو، لوی څارنوال، د مرکزي بانک، د ملي امنیت او سرې میاشتې د رئیسانو ټاکل او د هغوی عزلول او د استعفی منل؛
۱۲- د ولسي جرګې په تائید د سترې محکمې د رئیس او غړیو ټاکل؛
۱۳- د قانون له حکمونو سره سم د قاضیانو، د وسله والو ځواکونو، پولیسو، د ملي امنیت د منصبدارانو او د لوړ رتبه مامورینو ټاکل، تقاعد ورکول، د استعفی منل او عزلول؛
۱۴- په بهرنیو هېوادونو او نړیوالو مؤسسو کې د افغانستان د سیاسي نماینده ګیو د مشرانو ټاکل؛
۱۵- په افغانستان کې د بهرنیو سیاسي نماینده ګانو د باورلیکونو منل؛
۱۶- د قوانینو او تقنیني فرمانونو توشېح کول؛
۱۷- د قانون له حکمونو سره سم د دولتونو تر منځ د معاهدو د عقد لپاره د باورلیکونو ورکول؛
۱۸- د قانون له حکمونو سره سم د جزاګانو تخفیف او بخښل؛
۱۹- د قانون له حکمونو سره سم د مډالونو، نښانونو او افتخاري لقبونو ورکول؛
۲۰- د هېواد د اداري سمون په منظور، د قانون له مخې، د کمېسیونونو جوړول؛
۲۱- په دې اساسي قانون کې نور راغلي واکونه او وظایف.
د قانون دغه مادې د ولسمشر صلاحيتونه په څرګنده په ګوته کړې دي او په ۱۳ فقره کې يې دا ښوودل شوي، چې د محمد محقق په ډول ولسمشر د حکومتي کسانو د ګوښه کېدو او لېرې کېدو صلاحيت لري.
بيا له بلې خوا، اجرائيه رياست او د محقق نېږدې کسان بيا له اساسي قانون ډېر لوړوالی د ملي يووالي حکومت هوکړه ليک ته ورکوي. د دوی په باور چې اجرائيه ريئس، لومړی، دويم مرستيالان او يو شمېر نو کسان يې د يوې هوکړې په اساس رامنخ ته شوي، چې بايد د همدې حکومت تر پايه پر خپل ځای پاتې شي.
په ورته وخت کې محمد محقق او اجرائيه رياست ويلي، چې ولسمشر غني بايد خپل فرمان بېرته واخلي او که داسې ونه کړي، نو محمد محقق په عادي ډول خپلې دندې ته دوام ورکړي. دوی د لنډمهاله حکومت او لاريونونه ګواښونه هم کړي دي.
د روهي خبرې کوي يا Rohi talks په دې اونېزه خپرونه کې په دې خبرې کوو چې:
۱- ولې ولسمشر غني د ملي يووالي حکومت په دې وروستيو ورځو کې محقق له دندې لېرې کړ؟
۲- د ولسمشر غني موخه د نوموړي له ګوښه کېدو څه ده؟
۳- آيا ولسمشر غني به د اجرائيه ريئس په اړه هم کوم داسې اقدام وکړي؟
۴- د اجرائيه رياست او محقق ګواښونه به وضعيت کړکېچن کړي؟
۶- آيا محمد محقق به د عطا محمد نور په څېر له ډېرو چيغو وروسته ته قانون ته غاړه کېږدي؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د مرغومې مياشتې ۲۹مه نېټه د ماښام له ۷:۰۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.