د کابل په بابر باغ کې د (سيمه ييزې ګډا) جشنواره تر سره شوه

روهي (جمعه/۵ د سلواغې)، د کابل په بابر باغ کې يو شمېر ځوانانو او نجونو د سيمه ييزې نڅا يوه جشنواره تر سره کړه.

په دغه جشنواره کې د اتڼ په شمول د هزاره ګانو او نورو قومونو شپږ ډول ګډاوې ګډونوالو ته وښودل شوې.

د نڅا دغه جشنواره د ورېښمو لارې او د اسيا فرهنګي کور په نوم د دوه ادارو په ملاتړ او مرسته جوړه شوې وه.