څنګه د ګناهونو نه ځان لېري وساتو؟!

هغه اسباب چې بنده سره د ګناهونو نه په لريوالى کې مرسته کوي، إمام ابن القيم ـ رحمه الله ـ يې په لاندې ډول يادونه کړى :
لومړي سبب:
مسلمان بايد د ګناه ناوړتيا، رﺫالت او پليتى وپيژنى، پدې ځان پوهه کړى چې يقينا الله تعالى لدې امله ګناه حرامه کړى ترڅو د ناولتيا او پليتۍ څخه ډډه او ځان وساتل شي.
 
دويم سبب:
له الله تعالى نه حياء کول، کله چې بنده يقينى شي چې الله تعالى دې وينى، کړنې يې ګورى او غږ يې اورى، نو له خپل رب څخه ورته حياء ورځى ترڅو ځان د هغه غوسى ته وړاندې کړى.
 
دريم سبب:
د الله تعالى نعمتونه او احسانات په پام کې نيول ځکه ګناهونه نعمتونه له منځه وړي.
شاعر وايي:
إذا كنت في نعمة فارعها *** فإن المعاصي تزيل النعم
ژباړه: که چېرته په نعمت کې يې نو ساتنه يې وکړه، ځکه ګناهونه نعمت له منځه وړى.
 
څلورم  سبب:
د الله تعالى نه ويريدل او له سزا يې ځان ساتل،  او دا هله ترسره کيږى چې کله بنده د الله جل جلاله په وعد او وعيد،  قران او سنتو پياوړى ايمان ولري.


پنځم سبب:
د الله تعالى سره محبت لرل هغه د نافرمانۍ او سرغړونې نه د ځان صبرولو  ځواکمن لامل دى، ځکه څوک چې د چا سره مينه لري د هغه تابع وى.
 
شپږم سبب:
دنفس شرافت پاکوالى فضيلت او غيرت تر څو دهغه اسبابو له اختيارولو ډډه وکړي چې نفس سپکوى، قدر يې له منځه وړى او مرتبه يې ټيټوى، دده او د کم عقله ترمنځ مساوات راولى.


اووم سبب:
د ګناه په بد انجام، ناوړه پايله او لامله يې منځته راتلونکو ﺯيانونو باندې قوى علم لرل.


اتم سبب:
اميدونه لنډول، او پدې پوهيدل چې ډير ﺯر له دنيا څخه سفر دى، په دنيا کې ژوند تيرول هغه مسافر ته ورته دى چې د ونى سوري ته دمه شي او بيا ترې روان شي، 
د بنده لپاره له لنډو اميدونو پرته بل څه ګټور او د اوږدو اميدونو بل څه تاونى نشته.


نهم سبب:
په خوراک څښاک لباس خوب او له خلکو سره په ناسته کې له بى ځايه او فضولو کړنو ډډه کول، ځکه دغه بى ځايه کړنې ګناه ته د هڅونى قوى لامل ګرځى.
 
لسم  سبب:
لسم سبب د ټولو پورتنيو اسبابو نچوړ دى چې هغه په ﺯړه کې د ايمان ريښې ټينګول دى، له ګناهونو څخه د بنده صبريدل هغه د ايمان د پياوړتيا پورې تړلى دى، څومره چې ايمان قوى وى هغومره  د بنده صبر ﺯيات وى او څومره چې يې  ايمان کمزورى وى هغومره يې صبر کم وى.