
آيا ولسمشر غني به بيا ولسمشر شي!؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د ولسمشرېزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لېکنې بهير ورځې وړاندې پيل شوی او همدا اونۍ به پای ته ورسيږي. تر اوسه عبدالطیف پدرام، حکیم تورسن، سیدنور الله جلیلي، عنایت الله حفیظ، زلمي رسول، نورالحق علومي، فرامرز تمنا او محمد حنيف اتمر په رسمي ډول نوم لېکنه کړې دي.
مخکښ ګوندونه لکه د صلاح الدين رباني په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان اسلامي ګوند، د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، افغان ملت ګوند، د افغانستان اسلامي يووالي ګوند او نور؛ له ځينو مخکښو نوماندانو سره په خبرو بوخت دي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله په اړه هم ويلي شوي دي، چې ښايي د بهرنيو چارو وزارت پخوانی سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی يې لومړی مرستيال؛ جنرال مراد علي مراد او يا هم د جنرال دوستم له خوا يو کس ورته د دويم مرستيال په توګه معرفي شي.
بيا له بلې خوا اوسنی افغان ولسمشر محمد اشرف غني له څه وخت راهيسې د ټاکنېزې ډلې په جوړېدو اخته دی. ويل شوي چې نوموړي له جنرال دوستم، ډاکټر عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو سره د ټاکنېز ټېکت په اړه خبرې - اترې کړې دي، خو تر اوسه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
ولسمشر غني د خپلې واکمنۍ له لومړۍ ورځې بيا تر نن يو شمېر نوي کسان ملګري او يو شمېر ملګري له لاسه ورکړ. محمد حنيف اتمر، جنرال عبدالرشيد دوستم، احمد ضيا مسعود او ورته نور هغه کسان دې چې د ولسمشرېزو ټاکنو په دغه دور کې به د ولسمشر غني ترڅنګ نه وي. تازه مالومات په ګوته کوي، چې ولسمشر غني د کورنيو چارو وزارت اوسنی سرپرست امرالله صالح د لومړي مرستيال او سرور دانش د دويیم مرستيال په توګه معرفي کوي.
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونېزه خپرونه کې په دې خبرې کوو چې:
۱- د ټاکنو په دغه پړاو کې د ولسمشر غني د بريا چانس څومره دی؟
۲- آيا ټاکنې به دويم پړاو ته لاړ شي؟
۳- که ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي، نو د ولسمشر غني پر وړاندې به سيال او مخکښ نوماند څوګ وي؟
۴- نړيواله ټولنه به له چا د راتلونکي ولسمشر په توګه ملاتړ وکړي؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د مرغومې مياشتې ۲۹مه نېټه د ماښام له ۷:۰۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.