د کابل، غزني، میدان وردګ، پنجشیر او پروان ولايتونو لوبغاړو په باميانو ولايت کې ژمنی جشن پيل کړ

روهي (جمعه/۲۸ د مرغومي)، د باميانو ولايت په شمول د کابل، غزني،میدان وردګ، پنجشیر او پروان ولايتونو نېږدې ۲۰۰ لوبغاړو په باميانو کې د ژمنيو سياليو لړۍ پيل کړه.

دغه لوبغاړي به په بيلا بيلو برخو کې لوبې تر سره کړي، چې د هلکانو ترڅنګ نجونې هم په کې برخه اخلي.

نن د جعمې په ورځ به دغه جشن کې د سکي او سنو بورډ د لوبو تر سره شي او وروسته نورې لوبې په مهال وېش کې اچول شوې دي.

د يادونې ده چې د ژمنيو لوبو دغه جشن د تېر کال راهيسې پيل شوی دی او مسوولينو يې په راتلونکو کالونو کې د ښو امکاناتو ژمنه کوي.