د فيفا نړيوال فدراسيون د (کرام الدین کریم) غوښتنه رد کړه

روهي (څلورنۍ/۲۶ د مرغومي)، د افغانستان د فوټبال فدراسيون مشر کرام الدین کریم د فيفا له نړيوال فدراسيون غوښتي چې ۹۰ ورځنی بنديز تېرې لېرې شي.

د افغانستان په فوټبال فدراسيون کې د اخلاقي فساد د موضوع وروسته؛ فيفا د دغه فدراسيون پر مشر اکرام الدين کريم ۹۰ ورځي کاري بنديز ولګولو. کريم د ياد بنديز د لېرې کېدو غوښتنه کړي خو فيفا يې غوښتنه نه ده منلي.

د فوټبیال نړيوال فدراسيون فيفا ويلي چې د دوی د اخلاقي چارو قاضي د کريم ياد غوښتنه نه ده منلي.

د اکرام الدين کريم دوسيه څارنوالۍ ته لېږل شوې ده، خو نوموړی له رسنيو سره په خبرو کې د اخلاقي فساد ټولې خبرې دسېسې بللې دي.