يونس قانوني ولې د نظام د بدلون طرحه وړاندې کوي؟ څوګ به يې ورسره ومني او څوګ نه؟

يونس قانوني ولې د نظام د بدلون طرحه وړاندې کوي؟ څوګ به يې ورسره ومني او څوګ نه؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د افغانستان د اوسني اساسي قانون اړوند د هېواد د نظام ډول رياستي دی. رياستي په دې مانا چې ټول واک په پلازمېنه کابل کې متمرکز دی او په سر کې يې ولسمشر ځای لري. د اجرائيه ځواک ټولې چارې په نيغه د ولسمشر تر سلطې لاندې چې بيا د وزيرانو، لوی ريئسانو، واليانو، ولايتي ريئسانو، د پوځ قومندانانو او ولسوالانو له خوا اجرا کيږي.

په متمرکز نظام کې يووالي ساتل شوي وي، د هېواد ټولې برخې يو ډول پرمختګ کوي او ټول وګړي د حکومت له چوپړتياوو په يو شان برخمن وي. د رياستي نظام مقابل صدارتي نظام دی، چې د ولسمشر ترڅنګ لومړی وزير هم شتون لري. په صدارتي نظام کې د مرکز تمرکز وېشل کيږي او د فدرال جوړښت په ډول زونونه او ايالتي نظام رامنځ ته کيږي.

د افغانستان په څېر هېواد چې متفرقه قومي جوړښت لري، د واک وېش به يې په صدارتي نظام کې قومي او سمتي وي. د هېواد ځينې برخې ډېر څه تر لاسه کوي او ځينې برخې به محرومې پاتې شي.

د يونس قانوني په ډول کسان چې د ازادو، پټو او عمومي ټاکنو له لارې نه شي کولی د هېواد واکي په لاس کې واخلي، نو د نورو لار پر ځای غواړي چې نظام تغير او له دې لارې په تل پاتې ډول حکومت ته دننه شي.

د ولس ستره برخه هم په تېر او هم په اوس کې د صدارتي نظام خلاف ده او دغه چاره د هېواد د ناوړتيا او بدبختۍ په ډول پېژني.

يوازې هغه کسان د رياستي نظام پر ځای د صدارتي نظام ټاکنه کوي، چې په عمومي او ازاد سياست کې د سيالۍ او بريا چانس کم ګوري. د رياستي نظام پر ځای صدارتي نظام دومره کړکېچنه موضوع ده، چې هېواد په لوی لاس د بحران پر خوا بولی شي.

د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونېزه خپرونه کې په لاندې مسايلو خبرې کوو:
۱- ولې يو شمېر غېر پښتون سياسيون د نظام د بدلون بحث کوي؟
۲- ولې پښتنو ته د رياستي پر ځای فدرالي او صدارتي نظامونه د منلو نه دي؟
۳- د جمعيت ګوند طرحه چې د نظام بدلون يې منځپانګه ده، څومره بريالۍ او پلې کېدای شي؟
۴- د اساسي قانون تعديل ته اړتيا شته؟
۵- آيا د اساسي قانون په تعديل او د نظام په تغېر د هېواد ستونزې حل کېدای شي؟

تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د مرغومې مياشتې ۲۲مه نېټه د ماښام له ۷:۰۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.