
پدرام او پدرام ته ورته؛ غواړي چې ولسمشران شي او که کومې نورې موخې لري؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
تېره ورځ د راتلونکو ولسمشرېزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لېکنې لړۍ رسماً پيل شوه. د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مهال وېش اړوند دغه لړۍ به د مرغومي مياشتې تر وروستۍ نېټې دوام وکړي. تر اوسه په لسګونه کسانو د ولسمشرېزو ټاکنو مالوماتي کڅوړې تر لاسه کړې دي، خو له يو کس پرته بل کوم چا په رسمي ډول سره نوم لېکنه نه ده کړي.
ځيني کسان او سياسي ډلې په خپلو منځو کې په ائتلافونو، سلا او مشورو بوخت دي، ترڅو له غښتلي ټيم سره د سيالۍ ډګر ته را ووځي. د پخواني او اوسني حکومت د مشهور څېرو او چارو واکو ترڅنګ، داسې يو شمېر کسان هم ولسمشرېزو ټاکنو نوماند شوي او يا به نوماندان شي، چې ولسي نفوذ يې خورا کم او د بريا چانس يې ناشونی دی.
د لطيف پدرام غوندې ځيني کسان، چې له خپل ولايت څخه يې د ولسي جرګې په ټاکنو کې هم د بريا رايې تر لاسه نه کړې، خو اوس يې ولسمشرېزو ټاکنو ته نوم لېکنه کړې ده.
شنونکي دا ډول کسان په درېيو برخو ويشي، او باوري دي، چې یاد کسان هم په دې پوهيږي، چې د بريا چانس يې په نشت حساب دی، خو د يو شمېر نورو موخو لپاره ځانونه نوماندوي.
۱- يوه يې هغه ډله ده، چې د خپل ځان د شهرت لپاره غواړي، چې ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندان شي او له دې لارې سياست ته رادننه او په ملي سطحه خبرې وکړي.
۲- بله ډله يې په راتلونکو ټاکنو کې د مقام او څوکۍ د اخېستو په پار نوماند کيږي، چې وروسته به کوم بل قوي نوماند ته تير شي او په حکومت کې به د يوې ښې برخه غوښتنونکي وي.
۳- درېيمه ډله يې د لطيف پدرام په څېر کسان دي، چې د ټاکنيزو مبارزو په نوم خپلو، تعصبي، قومي، ژبنيو او د ملي ګټو ضد ناستو او څرګندونو ته زمېنه برابروي.
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په لاندې مسايلو خبرو کوو:
۱- آيا ټول هغه کسان چې ځانونه نوماندوي، په رېښتيا د ولسمشر کېدو هيله او ډاډ لري؟
۲- آيا دغه کسان د شهرت لپاره دا لار غوره کوي؟
۳- هغه څوګ چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې له خپل ولايت څخه نه شي بريالي کېدای، نو د ولسمشرېزو ټاکنو نوماندي يې د کومو موخو په پار ده؟
۴- ټاکنيز مبارزې به قومي او ژبني تعصب ته څومره لار پرانيزي؟
۵- راتلونکو ټاکنېزې سيالۍ به رېښتنې انتخاباتي مبارزې وي او که د سرو کرښو ماتول او د ملي يووالي په ضد مبارزه؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د مرغومې مياشتې ۱۵مه نېټه د ماښام له ۸:۰۰ څخه تر ۸:۳۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.