تازه که بېړنی؟

د تازه او بېړني خبر په اړه ځنې سیمه ییزې، ملي او آن نړیوالې رسنۍ او یو شمېر خبریالان اوس هم مغالطه کوي او دواړه په یوه تعریف کې راولي، خو بېړنی ځانګړې او تازه عامه معنا ورکوي.

د رسنیو خبر خونې ته ټول رسېدونکي خبرونه تازه دي، ځکه خبر چې تازه نه وي خبر نه دی، خو ټول تازه خبرونه بیا بېړني نه دي.

موږ هره ورځ د وسله والو جنګیالیو د وژل کېدو، نښتو، ټرافیکي پېښو، خپلمنځي پېښو، وړو چاودنو او نور دا وړ ګڼ خبرونه لرو، چې دا ټول د تازه خبرونو بیلګې دي.
خو بېړني خبرونه بیا هغو خبرونو ته ویل کېږي، چې مهم اوناڅاپي رامنځته کېږي او د یوه ټلویزیون عادي خپرونې ورته قطع کېږي.

د بېلګې په ډول، که تاسې د فساد ضد ادارې له مشر سره مرکه کوئ او هغه په خپله مرکه کې په ډاګه کړي، چې د ښار جوړونې وزیر په څلورو پورونو کې څلور دوه میلیونه ډالره درغلۍ کړې یا له مسافرو ډکه یوه الوتکه لوېږي، یا د دولت کوم لوړپوړی چارواکی له خپلې دندې استعفاء کوي او دې ورته نور بیا بیړيني خبرونه دي.

د الوتکې پرېوتو خبر له پاره رسنۍ خپلې عادي خپرونې قطع کوي، خو د درغلۍ د خـبر له پـاره کـه خپرونـې قطع نـه شي پـروا نـه کـوي، ځکـه دغـه خـبر یـوازې لـه اړونـدې رسنۍ سره دی او نورې رسـنۍ یې په اړه معلومات نه لري.

پـه مهمـو خبرونـو کـې ځنـډ، یـا زموږ د افغاني ټلویزیونونو په څېر شپې ته یې ساتل، دا ګواښ هم لرلی شي، چـې همـدا سوژه یـوه بله رسنۍ هم ومومي، یا ستاسې له خبر څانګې درز وکړي او بل ځای خپره شي.

بېړني خبرونه Newsbreak په سلو کلیمو، یا دوه درېیو پاراګرافونو کې راغونډېږي، دې خبرونو کې، د خبرسرچینه ښوول کېږي او څه، چا، کله او چېرته پو ښتنو ته په کې ځوابونه ویل کېږي.

رویټرز خبري آژانس د پېښې لومړنۍ اطلاع ته د Alert ، فاکس نیوز بېړني خبر ته Alert News ، ایم ایس این بي سي Flash News ، سي این این Just In او یورو نیوز او د چین نړیواله ټلویزیوني شبکه یا سي جي ټي این بیا Happening Now کلېمې کارولې، خو که له مسلکي لحاظه وڅېړل شي، دا هره کلمه خپله ځانګړې معنا ورکوي او د News breaking موخه نه شي افاده کولائ.

خبري زنګ یا Alert News د پېښې د لومړ نۍ اطلاع تر څنګ د خبرونو د ترافیک یا د ډېرو پېښو د رامنځته کېدو پرمهال هم کار ېدای شي، Flash News ، چې ډېری یې MSNBC کاروي، د بیړين خبر له پاره بده کلمه نه ده، ځکه فلش د ناڅاپي معنا ورکوي، خو د Just Now او happening nowکلیمې بېړني او تازه دواړه معانوې ورکوي.