
د ژورنالیزم له موخو نه یوه هم سالمه تفرېح یا بوختونه ده، چې باید خلکو ته د ذهني ارامي او روحي سکون له پاره وړاندې شي، سالمه تفرېح په ژورنالیزم کې یو له ډېرو اړینو موخو څخه ده، موږ د سالمې کلیمې په واسطه باندې د تفرېح لفظ قیدوو په دې معنی چې موږ باید خپلې ټولنې او خلکو ته داسې تفرېحي خپرونې وړاندې کړو چې د خلکو له پاره روزنه او لارښونه وي، ځکه چې زموږ موخه د ټولنې د خلکو اصلاح کول دي، هغو ته مثبت فکر ورکول دي، نه د خلکو بي لارې کول، نه هغوی د انحراف لوري ته بیول.
زموږ په څېر هېواد کې رسنۍ باید خپله ډېره کمه برخه تفریحي خپرونو ته ځانګړې او ډېره پاملرنه یې باید په ښوونه او روزنه وي او زموږ ټولنه په اوس وخت کې سالمې لارښوونې او روزنې تر هر څه ډېره اړتیا لري.
خو په تاسف سره زموږ په هېواد کې د ځينو رسنیو مسؤلین دې ته نه ګوري چې څه خپروي، یواځې دا فکر ور سره وي، چې په کومه خپرونه، څومره ډالر ورکوي، (هغې خپرونې چې زموږ د دیني اصولو، د هېواد د اساسي قانون، د ټولیزو رسنیو قانون، زموږ د ټولنې د دودونو خلاف وي کوي) او د ډالرو د لاسته راوړلو په تمه یې وي، چې داسې رسنۍ د هېواد د رسنیو په تاریخ کې د ژیړ ژورنالیزم خدمتګارې رسنیو په نوم یادېږي. ځکه چې دوی له تفرېح هغه هم غیر سالمې بوختونې څخه پرته بل هېڅ هم وړاندې نه کړل، په دغسې رسنیو کې داسې کسان په کار ګمارل کېږي چې ډيرې کمې زده کړي یې کړي وي او هغه کلیدي بخشونه یې هم د دغو بېسوادو په لاس کې ورکړي وي او د دوی له برکته نن په ټولنه کې ژورنالیستانو ته د هنرمند (ډم) لقب ورکړل شوی او خلک ترې نفرت کوي د یوه ژورنالیست د خولې وینا ده ((چې ویل يې: یوه ورځ په موټر کې د دفتر په لور روان وم چې په دې موټر کې نور کسان هم راسره ناست وو، خبرې مو یو بل سره کولې چې را نه ویې پوښتل، چې څه دنده لرې؟ ما ورته وویل، ژورنالیست یم، را ته یې وویل چې تاسو لکه د هنرمندانو غوندې یاستي، ټوله ورځ سندرې خپروئ، داسې تفریحي خپرونې وړاندې کوئ چې زموږ د ټولنې د دودنو خلاف وي. خلک د انحرافاتو لوري ته کاږي او ... ژورنالست وویل چې سخت یې مایوسه کړم او یوازې دومره مې ورته وویل چې دا د هغو بېسواده کسانو له امله دی، چې د دې پاک ملسک څخه یې خلکو ته داسې یو ذهنیت وړکړی دی، چې نن یې لارویانو ته د هنرمند (ډم) خطاب کیږي.))
ددې له پاره چې د ژورنالیزم دغه موخه یعنې سالمه تفرېح او نورې موخې یې په سمه توګه خپلې ټولنې ته وړاندې کړو. نو دې موخې ته ژورنالیستان او د رسنیو مسؤلین هغه وخت رسېدلی شي چې خپل دیني اصول، ځيني حقوقي، اخلاقي او نړیوال معیارونه په نظر کې ونیسي او هغه بېسواده، غیري مسلکي کسان او منفور کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او په ځای یې باسواده یعنې ملسکي کسان چې خپلو دیني اصولو، د هېواد اساسي قانون، د ټولیزو رسنیو قانون او د ټولنې دودونو ته ژمن وي په کار وګماري.
لیکوال: لیاقت مبارز