کرام الدین کریم: هغه نجونو پر ما د اخلاقي فساد تورونه پوري کړل، چې په بهر هېوادونو کې د پناه اخېستو پلان لري

روهي (جمعه/۱۴ د مرغومي)،د هېواد د فوټبال فدراسيون مشر کرام الدین کریم ادعا کوي، چې يو شمېر نجونو په قضدي ډول پر نوموړي د اخلاقي فساد تورونه پوري کړل او له دې لارې يې د پناه اخېستو موخې درلودې.

کرام الدین کریم وايي، چې دا تورنه هېڅ حقيقت نه لري، بلکې د هغه يو شمېر نجونو کار دی، چې له دې لار به په لوېدېځو هېوادونو کې د کډوالۍ پناه واخلي.

د هېواد لويې څارنوالۍ د کرام الدین کریم په شمول د فوټبال فدراسيون د يو شمېر غړو دندې ځنډولې دي او په شته اخلاقي فساد په اړه ترې پوښتنې روانې دي.