
د مرغومي شپږمه او اوسنی افغانستان؛ ترمنځ يې توپير او ورته والی!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
په ۱۳۵۸ل کال ل کې د مرغومي په شپږمه د پخواني شوري يووالي ځواکونه افغان خاورې ته را دننه شول او د وخت حکومت څخه د ملاتړ په نوم يې خپل شتون ته مشروعيت ورکړ. دوی د ببرک کارمل په بلنه او غوښتنه افغانستان ته راغلل او د هغه کسانو پر وړاندې يې جګړه پيل کړه، چې د شوري ملاتړي حکومت سره يې په کور دننه او باندې مقاومت او مبارزه کوله.
د شوريانو راتګ غبرګونونه درلودل. دوی په خپله ويل، چې موخه مو يرغل نه دی، بلکې غواړو د حکومت ملاتړ وکړ؛ سياسي او پوځي همکاري وروسره لرو. بيا نړيوالې ټولنې او يو شمېر افغان سياسي ګوندونو او ولس د دوی راتګ څرګند يرغل بللو او په افغان خاوره يې د تياري نوم ورکړی وو.
نېږدې له ۱۴ کالونو جنګ - جګړو وروسته روسانو اړ شول چې افغانستان پرېږدي او په افغان تاريخ کې د روسانو وتل، د خپلواک افغانستان او د شوري د ماتې په نوم ثبت پاڼه شوه.
د روسانو له وتلو وروسته جهادي ډلې کابل ته را دننه شوې، د واک پر سر يې نښتې وکړې او په تا ريخ کې د کورنيو جګړو د پنځه کلنې خونړۍ دورې په نوم ثبت دوره ده. د کورنيو جګړو څخه ولس ستړی شوی وو، په زرګونه قربانۍ يې ورکړې وې او د ژغورنې په پار يې د بدلون شپې سبا کولې. له کندهاره د طالبانو پيل شوی يون، تر کابل راغی او په هېواد کې يې د افغانستان اسلامي امارت په نوم د يوې نوې ادارې بنسټ کېښود.
طالبان پنځه کاله په هېواد واکمن وو. که څه هم اقتصادي وضعيت کړکېچن، نړيوالې اړيکې کمه رنګه، بيا رغونه او نورې چوپړتياوې سستې وې، خو سوله او کلک امنيت هغه څه وو، چې خلک د طالبانو له واکمنۍ راضي وو او نن يې هم خاطرې يادوي.
د امريکا په مشرۍ نړيوالې ټولنې د طالبانو اسلامي امارت د ترهګرو ملاتړی ياد کړ او په ۱۳۸۰ل کال کې يې ياد رژيم سقوط کړ. د طالبانو له پرځېدو سره سم، امريکا او ورسره نړيواله ټولنه په پوځي ډول افغانستان ته رادننه شوه او تر نن ورځې شتون لري. امريکا هم د روسانو په څير خپل موجوديت ته د ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان حکومت څخه د ملاتړ په نوم مشروعيت ورکوي او د يرغل او اشغال څخه انکار کوي. خو د طالبانو په شمول، د سيمې يو شمېر هېوادونه او نور افغانان د امريکايي پوځي شتون ته يرغل وايي او د وتلو غوښتنه يې کوي او يا هم وروسره په وسله واله جګړه بوخت دي.
د روهي خبرې کوي يا Rohi Talks په دې اونيزه خپرونه کې په دې موضوع خبرې کوو چې:
۱- د پخواني شوري يووالي او اوسنۍ امريکا پوځي شتون سره توپير لري؟
۲- په تېر او اوس کې دغه دوه هېوادونه د کومو موخو په پار افغانستان ته راغلي وو؟
۳- روسان په افغانستان کې مات شول او که په خپله خوښه ووتل؟
۴- په روانه افغان جګړه کې امريکا ماته خوړې ده او که په خپله خوښه وځي؟
تاسو د روهي وېب پاڼې ګران لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوس په کمېنټ کې راته خپل ليدلوري، نظرونه او شننې ولېکئ او يا هم سبا (نۍ/د مرغومې مياشتې اتمه نېټه د ماښام له ۷:۰۰ څخه تر ۸:۰۰ بجو پورې) په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.