د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام کابل ته راوړل شو

روهي (څلورنۍ/۵ د مرغومي)، د کرکېټ بورډ د مالوماتو پر اساس د ۲۰۱۹ز کال د کرکېټ د نړيوال جام کابل ته راوړل شو، چې هرات او باميانو ولايتونو ته به ولېږدول شي.

دغه جام افغان ولس او افغان لوبغاړو ته د مرال او هوډ د لوړوالي په موخه ورکړل شوی دی او د کرکېټ په برخه کې لاس ته راوړنه بلل کيږي.

تر دې مخکې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام هم افغانستان ته راوړل شوی و چې یوازې کابل کې نندارې ته وړاندې شوی و.