ولسمشرغني: د ډيورنې کرښې هغه او دغه خوا، فرهنګي اړيکې دې زياتې او پياوړې شي

روهي (جمعه/۳۰ د لېندۍ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د نابغه خوشحال په نوم جوړ سيمنار کې وينا وکړ او د خوشحال خان خټک په هڅو او کړنو يې رڼا اچوله.

نوموړي افغان ادارو ته لارښوونه وکړه چې له خيبر پښتونخوا سره دې خپلې فرهنګي اړيکې غښتلې کړي.

ولسمشر غني مالیې وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د پېښور په افغان بلډنګ کې دې د یو مناسب ځای ونېسي چې هلته د پښتو ژبې په اړه ناستې او مشاعرې ترسره شي.

محمد اشرف غني د افغانستان علومو اکاډمۍ ته ويلي، چې د پښتونخوا او کوټې د شاعرانو او لیکوالانو د اثارو د چاپ په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.