د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وپېژنئ

د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
زوکړه او کورنی ژوند:
حمدالله محب اصلي د ننګرهار ولايت دی چې په ۱۹۸۳ز کال کې په کابل کې زېږدلی دی. د نوموړي پلار د وخت په حکومت کې د محکمې مامور وو. د حمدالله محب په اړه لېکل شوي دي چې په ۲۰۱۱ز کال کې يې له (لېل آدم) نومي امريکايۍ جنيۍ سره وداه کړی او يو ماشوم لري.

زده کړې:
حمدالله محب د ښوونځي دورې زده کړې په کابل ولايت کې بشبړې کړې دي. وروسته يې د انګلستان له Uxbridge کالج څخه د مالوماتي ټېکنالوژۍ په برخه کې ليسانس کړی دی. همدا ډول يې د انګلستان د Brunel پوهنتون څخه د کمپويټري انيجنيرۍ په برخه کې سند اخېستی دی. نوموړي د انګلستان له Brunel پوهتون څخه د 3D انځور په برخه کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ.

دندې:
- د پوهنتون په دوره کې يې په بريتانيا کې د افغان محصلانو ټولنه جوړه او مشري يې کوله.
 
- په کابل کې يې د ښځو او يتيمو ماشومانو او افغان ښځو د ملاتړ ټولنه هم رامنځ ته کړه.

- د يو څه وخت لپاره يې د بریتانیا په Brunel پوهنتون او په کابل کې د افغان - امريکايي پوهنتون کې تدريس وکړ.

- په ۲۰۱۴ ز کال کې افغانستان ته راغی د ولسمشر غني په مشرۍ د تحول او تدوام ټيم د ملاتړ او کمپاين په چارو بوخت شو.

- د ملي يووالي حکومت په جوړېدو سره د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړيکو مسوول او د ولسمشر سلاکار شو.

- په ۲۰۱۵ز کال کې په امريکا د افغانستان سفير او همدا ډول د سويلي امريکا د پنځو هېوادونو بې شتونه سفير وو.
- په دې وروستيو کې چې کله محمد حنيف اتمر د ملي امنيت شورا د سلاکارۍ له څوکۍ استعفا ورکړه، نو ولسمشر محب له واشنګټن را وغوښت او په کور دننه يې د ملي امنيت شورا د سلاکار په توګه مقرر کړ.

حمد الله محب د ولسمشر غني له نېږدې کسانو څخه شمېرل کيږي او د نورو مسووليتونو ترڅنګ له طالبانو سره د سولې مسووليت هم ورته سپا ل شوی دی.

نوموړي دوه ورځې وړاندې عربي متحده اماراتو ته تللی وو چې له خليلزاد او د درېيو نورو هېوادونو له استازو سره يې پر افغان جګړې - سولې خبرې وکړې. محب په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي دي چې د افغانستان برخليیک ټاکنونکي افغان انتخابي مشران او افغان ولس دی او په دې برخه کې به هېڅ هېواد او هېڅ شخص ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.