د کفارو پوښتنه او په عقلي دليل د ډاکټر ذاکر نايک ځواب: قرآن د الله (ج) کتاب دی او د محمد (ص)؟؟؟

د کفارو پوښتنه او په عقلي دليل د ډاکټر ذاکر نيک ځواب: قرآن د الله (ج) کتاب دی او د محمد (ص)؟؟؟
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د اسلامي نړۍ له ستر عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه د نړۍ کفارو او غېرمسلمانانو په زرګونه پوښتنې کړې دي، چې يا هم په رېښتنې او ژوره مانا د اسلام په اړه پوهه شي او يا هم په يو ډول نوموړی قضدي چلنج کړي. ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د لوی او متعالی خدای (ج) په نصرت دوی ته داسې ځوابونه ورکړي، چې هم د اسلام د مبارک دين رېښتنې مانا او انځور ورته په ګوته کړی او هم يې کفارو ته قناعت ورکړی دی.

ډېری ځلې غېر مسلمانانو له ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک دا پوښتنه کړې ده، چې قران کريم د الله (ج) له خوا نازل شوی کتاب نه بلکې د حضرت محمد (ص) له خوا ليکل شوی او برابر شوی کتاب دی. د کفارو او په ځانګړي ډول د يهودو موخه له دغه ډول پوښتنو دا ده، ترڅو وښيي چې اسلام اسماني دين نه بلکې د ځمکې دين دي.

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک دغه پوښتنه، چې قران د لوی رب کتاب دی او که د حضرت محمد (ص) له خوا لېکل شوی دی؟ په قراني او عقلي دليلونو ځواب کړې ده.

له هر څه وړاندې نوموړي غېر مسليمو ته قراني ځواب ورکړی او ويلي دي، "دا پوښتنه په ښه ډول سره ځواب کيږي چې قران کريم حضرت محمد (ص) نه دی ليکلي، ځکه چې حضرت محمد (ص) وړاندې له بعثت زده کړې نه درلودې. الله تعالی په دې اړه په قرآن کريم کې فرمايلي دي، ([سُوۡرَةُ العَنکبوت: ۴۸] وَمَا كُنتَ تَتْلُوا مِن قَبْلِهِۦ مِن كِتٰبٍ وَلَا تَخُطُّهُۥ بِيَمِينِكَ ۖ إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ [اې پېغمبره (ص)!] تا له دې څخه مخکي كوم كتاب نه لوسته او نه دي پخپل (ښي) لاس سره ليكه، كه داسې واى، نو باطل پرستان به په شك کې لويدلي وای.)

ذاکر نايک ويلي چې الله په دې پوهېدو چې که چېرې حضرت محمد (ص) زده کړې درلودلې وای، مشرکانو به شک کړی وای او ويل به يې چې قران د حضرت محمد (ص) له خوا لېکل شوی کتاب دی.

بل ځای کې ډاکټر نايک د قران کريم دغه مبارک آيت ذکر کړی، ([سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : ۱۵۷] الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِىَّ الْأُمِّىَّ الَّذِى يَجِدُونَهُۥ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِى التَّوْرٰىةِ وَالْإِنجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهٰىهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبٰتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبٰٓئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلٰلَ الَّتِى كَانَتْ عَلَيْهِمْ ۚ فَالَّذِينَ ءَامَنُوا بِهِۦ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِىٓ أُنزِلَ مَعَهُۥٓ ۙ أُولٰٓئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (نو نن دا رحمت د هغه چا په برخه دى چې) ددې نبي اُمي پېغمبر پېروي غوره کړي، چې د هغه يادونه هغوى په تورات او انجيل کې خپلي مخې ته ليكلې مومي. هغه دوى ته د نېکۍ حُكم كوي او له بدۍ څخه یې منع كوي. د دوى لپاره پاك شيان حلال او ناپاکه شيان حراموي. او له دوى څخه هغه پېټي كوزوي چې پر دوى دروند شوی ؤ او هغه بنديزونه ماتوي چې په هغه کښې دوى كلك تړل شوي ول. نو كوم كسان چې پر ده [محمد (ص)] ايمان راوړي او دده ملاتړ او مرسته وکړي او د هغې روښنايۍ پيروۍ غوره کړي چې له ده سره نازله شوېده، هماغوى برى موندونكي دي.)

ذاکر نايک کفارو او غېر مسليیمو ته په ځواب کې دا هم ويلي دي چې که چېرې يو کس زده کړې ونه لري، نو هغه څنګه کولی شي، چې دومره يو عظيم کتاب چې د عظيم علم څښتن او عالم يې هم په ليکو څه چې په يو ايت بريالی کېدای نه شي ولېکي؟

د نوموړي دغه ځوابونو يو شمېر کفارو ته د هدايت لار خلاصه کړه او د اسلام په مبارک دين يې ايمان راوړ.