ولسمشر غني: خوشحال د شکسپیر غوندې ستر شاعر وو خو د شاعرۍ سربیره د قوم مشري هم ورپه غاړه وه

روهي (پنخه نۍ/۲۹ د لېندۍ)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ په کابل کې د پښتو ژبې د ستر نابغه شاعر حوشحال خان په وياړ په علمي او څېړنیز سیمینار کې ګډون او وينا وکړه.

ولسمشر په خپله وينا کې وويل، خوشحال د شکسپیر غوندې ستر شاعر او هنرمن دی خو په شاعري سربیره د قوم مشري هم ورپه غاړه ده. له ده سره چې کومې ارزوګانې وې، هغه میرویس نیکه عملي کړې او احمد شاه بابا یې د تکمیل هڅه وکړه.

نوموړي زياته کړه، د خوشحال فکر، هنر او شخصیت نه یوازې د ده د ماحول محصول دي، بلکې له ټول اسلامي فرهنګ سره تعلق لري.

ولسمشر وړاندې ويلي، د خوشحال فکر او هنر د اسلامي تمدن د فکر او هنر ادامه ده. د اسلامي تمدن د اوج په زمانه کې له مراکشه رانیولې تر هند او چینه پورې یو مشترک تمدن او مادي او معنوي ارتباطات وینو. زموږ یو ناسم تصور دا دی چې د عباسي دوران زوال د اسلامي تمدن زوال ګڼو، حال دا چې اسلامي تمدن په پیړیو وروسته هم په خپل قوت کې و. که اسلامي تمدن په قوت کې نه وای نو د خوشحال غوندې کسان به څنګه پیدا کېدل.

افغان ولسمشر په خپل وينا کې وويل چې د خوشحال د لا ښه درک لپاره پکار ده چې د هغه د ژوند او هنر او فکر د مختلفو اړخونو تر منځ پیوستون پیدا کړو.