امارت شرکت ، ((ايربوس )) نه د20 ملياردو ډالرو په ارزښت الوتکې رانيسي

دعربي امارت شرکت ،اروپايي الوتکې جوړونکي کمپنۍ ته د شل ملياردو ډالرو په ارزښت دالوتکو درانيولو فرمايش ورکړی . دفرانسې ټلويزيوني رسنۍ ددغه تاريخي خبردخپريدوځای د دوبۍ په هوايي نندارتون کې ښودلی . دامارت شرکت ، چې په منځني ختيځ کې ترټولوبريالی شرکت دی پرېکړه کړې له نوموړي شرکت نه 82 رازرازالوتکې راونيسي . په دې الوتکوکې 11 سوپرجامبو_ 380 الوتکې هم شاملې دي  ، چې په يووار د500 مساپرو دلېږدولوځواک لري . دنوموړي ډول الوتکودناستې اوالوتنې لپاره ځانګړي ځايونه او تجهيزات په چار دي ، چې په دوبۍ کې يې دجوړيدو اوچمتوکيدو چارې ترسره شوي دي .   دامارت شرکت ددې ترڅنګ پرېکړه کړې ، چې دايربوس رقيب شرکت بويينګ نه هم د 3200 مليونوپه ارزښت ، بويينګ_ 777 ډوله الوتکې راونيسي .